کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د پېښور زلمي لوبډله د پاکستان سوپر لیګ څخه بهر شوه

د پېښور زلمي لوبډله د پاکستان سوپر لیګ څخه بهر شوه

پرون د پاکستان سوپر لیګ لوبه کې د محمد حفیظ د ښې توپوهنې په مټ د لاهور لوبډلې پېښور ته ماتې ورکړه او د پېښور لوبډله له مخکې تګ پاتې شوه.

د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل ایلیمینیټر ۲ لوبه پرون په کراچۍ کې د پېښور زلمي او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په پیل کې لاهور قلندرز پچه وګټله او پېښور زلمي ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

پېښور زلمي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې شعېب ملک ۳۹، هاردس ویلون ۳۷ او فاف ډوپلیسي ۳۱ منډې وکړې.

د لاهور بلندرز له لوري دلبر حسېن ۳، شاهین شاه اپريدي، حارث روف او ډیویډ ویس ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۷۱ منډو هدف د لاهور قلندرز لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د پنځه ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.

د دوی له لوري محمد حفیظ ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز بین ډنک او سمیت پټیل ۲۰-۲۰ منډې ترلاسه کړې.

د پېښور زلمي له لوري ثاقب محمود ۳، محمد عمران او راحت علي ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد حفیظ ترلاسه کړه.

د یادې لوبې په بریا سره د لاهور قلندرز لوبډلې ایلیمینیټر ۲ لوبې ته لار پېدا کړه او د پېښور زلمي لوبډله بهر شوه.

نن د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز ترمنځ ایلیمینیټر ۲ لوبه ترسره کېږي، هره لوبډله چې بریالۍ شوه، په پایلوبه کې به د کراچۍ کنګز سره مخ شي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ د پلی اف پړاو سیالۍ اته میاشتې وروسته پیل شوې. اته میاشتې مخکې دا سیالۍ د کورونا له امله ځنډیدلې وې، چې اوس د پای ټولې سیالۍ د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کېږي. پرون دوه لوبې ترسره شوې، یوه لوبه نن ترسره کېږي او پایلوبه به د نومبر په ۱۷مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

بابر اعظم

بابر اعظم د کراچۍ کنګز لوبډله اتلولۍ ته ورسوله

د پاکستان سوپر ليګ پنځم پړاو کې بابر اعظم د کراچۍ کنګز لوبډله اتلولۍ ته …