کورپاڼه / بېلا بېل / د یوې ونې پرې کول ۱۰ کاله بند او ۸ میلیونه ډالر جریمه لري

د یوې ونې پرې کول ۱۰ کاله بند او ۸ میلیونه ډالر جریمه لري

سعودي عربستان د ونو په پرې کولو یا طبیعت ته په زیان رسولو ۸۰ لکه ډالر او د ۱۰ کالو بند سزا ایښې ده.

په سعودي عربستان کې طبیعت ته په تاوان اړولو یا د ونو په پرې کولو د سختې سزا اعلان شوي دی، چې دا سزا به تر ۱۰ کاله بند او درې میلونه سعودي ریاله جرمانې پورې رسېدلی شي.

اوس مهال سعودي عربستان تر ۲۰۳۰ کاله پورې یو پلان جوړ کړی، چې د همدې پلان له مخې به په یاد هیواد کې چاپیریالي پرمختګ باوري شي. ددې پلان لومړنۍ مرحله د ۲۰۲۱ تر اپرپله پورې ختمېږي، چې دې پلان ته یې ( راځئ چې هیواد مو سمسور کړو) نوم ورکړی دی.

په هر حال د سعودي عربستان دولت قانون جوړونکي ادارې پخپل ټویټ کې ویلي دي.

هغه څوک چې ونې پرې کوي، بوټي، نباتات یا واښه له بېخه راباسي، پاڼې له ونو یا بوټو غوڅوي، یا یې پرې کوي یا یې له یو ځای څخه بل ځای ته وړي یا یې له بېخه خاوره لرې کوي. د دوی لپاره به بیخي ډېر سزا ورکوي او جرمانه به پرې کېږدي.

دغه راز په دې اړه د نوموړي دولت د چاپیریال وزیر عبدالرحمان الفضلي هم تېره اوونۍ خپل بیان ورکړی او له ده مخکې شاه محمد سلیمان هم په ۲۰۱۶ کال ویلي ول، چې سعودي عربستان د اقتصاد لپاره باید یوازې په تیلو تکیه ونه شي.

د سعودي عربستان په چاپیریالي پلانونو کې پاکوالي، سمسورتیا او د وچې صحرا څخه ژغورلو ته ډېره پاملرنه شوې ده.

یاده دې وي چې سعودي عربستان د شګلنو او وچو دښتو له مخې ډېر زیات شهرت هم لري او د نوموړپ دولت ټول اقتصاد د تیلو په ذخیرو ولاړ دی، خو د محمد بن سلیمان په رتګ سره یاد هیواد قدم په قدم د اداري، سیاسي، کلتوري او اقتصادي اصلاحاتو سره مخ دی.

Loading...

دا هم ولولئ

د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند …