کورپاڼه / بېلا بېل / په کابل کې باران او واوره: ډېرو ساحو کې برقونه نشته او سرکونه له اوبو ډک دي

په کابل کې باران او واوره: ډېرو ساحو کې برقونه نشته او سرکونه له اوبو ډک دي

په پلازمېنه کابل کې سهار شړکنده باران پیل شو، چې غرمه بیا د واورې اورښت هم پیل شو او د شپې تر ناوخته پورې د واورې اورښت روان و.

همدا راز نن سهار د لږ ساعت لپاره واوره وورېدله، که څه هم ډېره واورېده، نو د لږ ساعت لپاره وه او بیا ودرېده.

د تېر کال په پرتله سږکال واوره ډېره مخکې وشوه، تېر کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د واورې ورښت پیل شوی و، خو سږکال بیا د نومبر په ۱۴مه نېټه د واورې ورښت پیل شو.

د کابل اوسېدونکي د واورې ورښت ته ډېر خوشحاله دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې يې د واورې عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړې دي.

خو بل خوا له پرون راهیسې د کابل په ډېرو ساحو کې برقونه نشته او همدا راز د کابل ښار سرکونو د اوبه ډک شوي دي چې د سمندر نظاره وړاندې کوي.

د کابل ښاروال او د برېښنا شرکت رییس باندې په ټولنیزو رسنیو کې سختې نیوکې روانې دي.

د کابل اوسېدونکي وايي، چې د کابل ښاروال په خپله دنده کې ناکامه دی او له نمایش پرته یې هېڅ هم نه دي کړي.

بل خواته د برېښنا شرکت رییس ته هم خلک غصه دي او د کابل د ډېرو ساحو خلک نیوکې کوي، چې له پرون راهیسې د دوی برقونه نشته او په تیارو کې ناست دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو بیا د کابل ښاروال او د برېښنا شرکت رییس طنزي او مزاحیه عکسونه هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي، چې فوټوشاپ کې جوړ شوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د پاخه عمر ښځه او سړى

څه ډول د ژمي په موسم کې د ډېر عمر لرونکو کسانو ساتنه وکړو؟

د ژمي په موسم کې هغه کسان چې ډېر عمر لري، له زیاتو ستونزو سره …