کورپاڼه / جالب / د پخوانو او زړو موبايلونو شوقي
د موبايلونو شوقي

د پخوانو او زړو موبايلونو شوقي

ژوند له ځيرکو موبايلونو څخه مخکې څنګه و؟ په دې اړه به ډېر خلک بېلا بېل نظرونه ولري، خو له ځيرکو موبايلونو څخه مخکې موبايلونه څنګه و، د دې اندازه د ترکيې د ازکيلک د موبايلونو څخه په اسانۍ کېداى شي، دا سړى چې د پخوانو او زړو موبايلونو شوقي دى، ډېر موبايلونه يې راغونډ کړي دي.

په نړۍ کې ډېر داسې خلک شته، چې بېلا بېل او ځانګړي شوقونه لري او ډېرى خلک خو بيا داسې دي، چې د يو څه د جمع کولو شوق لري.

په اوسني وخت کې چې هر سړى د ځيرکو موبايلونو شوق ساتي او هڅه کوي چې له نوي څخه نوى ځيرک موبايل واخلي، په داسې وخت کې د ترکيې يو اوسېدونکى د پخوانيو يا زړو موبايلونو د راجمع کولو شوق لري.

د موبايلونو شوقي ١

ازکيلک وايي، چې ٢٠ کاله مخکې يې دا شوق پېدا شو او پرېکړه يې وکړه، چې پخواني او زاړه موبايلونه به راجمع کوي او له ځان سره به يې ساتي.

نوموړى وايي، هغه چې څومره موبايلونه له ځان سره لري، دا موبايلونه اوس هم کار کوي، خو دا موبايلونه اوس د شرکتونو له لوري نه جوړېږي.

د ازکيلک د دې ځانګړي شوق له امله له نوموړي سره تراوسه پورې له زرو څخه زيات موبايلونه دي، چې هغه په خپل کور کې له ځان سره ساتلي دي.

ازکيلک په يوه مرکه کې وايي، چې له هغه سره شاوخوا دوه زره زاړه او پخواني موبايلونه ول، خو څو کاله مخکې غلو د هغه کور لوټ کړ او شاوخوا ٧٠٠ موبايلونه يې ترې غلا کړل.

پخواني موبايلونه

ازکيلک وايي، چې له هغه سره داسې ډېر زاړه او پخواني نايابه موبايلونه شته دي، چې ډېر خلک يې د اخيستلو هيله لري او له هغه سره اړيکې نيسي، خو هغه وايي چې زه دا موبايلونه نه خرڅوم. نوموړى وايي، که څه هم د دې موبايلونو ساتل سخت کار دى، خو چې څومره زما وسه وه، زه به دا هر څه کوم.

Loading...

دا هم ولولئ

ماهي ١

د څلورو پښو او وړې پوزې لرونکی کب وموندل شو

د آبي موجوداتو (هغه موجودات چې په اوبو کې ژوند کوي) څېړونکي کارپوهان وایي، چې …