کورپاڼه / هنر او کلتور / سونم کپور: فلمونو کې نارينه د (اتلانو) او ښځې د (سازشيانو) په توګه ښودل کېږي
سونم کپور

سونم کپور: فلمونو کې نارينه د (اتلانو) او ښځې د (سازشيانو) په توګه ښودل کېږي

د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده سونم کپور وايي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په هندي سينما چې کومې نيوکې کېږي، هغه ورته ډېرې د خپګان وړ دي.

نوموړې وويل، چې په فلمي سينما کې له دې مخکې د نارينه و په اړه داسې نيوکې نه وې شوې.

سونم کپور د يوې هندي رسنۍ سره په خپله مرکه کې وويل، چې که څه هم په دې مياشتو کې په ما نيوکې نه دي شوي، خو ماته نږدې ډېرو ښځو باندې دا نيوکې شوې دي.

سونم کپور وايي، کله چې دا ووينم چې ښځې ډېرې په اسانۍ په نښه کېږي، نو دا کار مې ډېره خپه کوي.

هغه زياتوي، هېڅ کله هم د يو نارينه په اړه داسې خبرې نه کېږي، لکه د ښځو په اړه چې کېږي. هغه زياتوي، ماته داسې ښکاري، چې موږ لسيزې وروسته سفر کړى دى.

سونم کپور وايي، چې کومه ښځه په فېشن يا فلمي سينما کې کار کوي، نو هغه يوه هنرمنده يا تخليقکاره نه ګڼل کېږي، بلکې د هغې په کردار نيوکې کېږي.

هغې زياته کړه، چې په فلمي سينما کې نارينه او ښځې يو ډول دي، خو په فلمونو کې بيا نارينه د (اتلانو) او ښځې د (سازشيانو) په توګه ښودل کېږي.

نوموړې وايي، چې موږ هنرمندان يم، په موږ يا په نارينه هنرمند يا ډايريکټر کې څه توپير دى؟ ولې نارينه اتلان او ښځې سازشيانې جوړول کېږي، دا هر څه ماته ډېر بد ښکاري.

سونم کپور وايي، چې په دې برخه کې ځينې ښځه ونډه اخلي او دا ډول فکرونه مخې ته يوړي، دا کارونه ښه نه دي او دا کارونه بايد بند شي.

د يادولو وړ ده چې ٣٥ کلنه سونم کپور د هندي سينما مشهوره هنرمنده ده، چې په ٢٠١٩ کال کې يې وروستى فلم (دي زويا فېکټر) نندارې ته وړاندې شوى و.

Loading...

دا هم ولولئ

پريټي زنټا: نن له خپل ژوند پوره خوند واخلئ، د سبا معلومات نشته

د هندي سينما مشهوره هنرمنده د خپل يو مشهور فلم (کل هو نه هو) د …