کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه هوایي لباس چې د ۳۰۰ کیلومترو په رفتار مو په هوا کولی شي
هوايي لباس

هغه هوایي لباس چې د ۳۰۰ کیلومترو په رفتار مو په هوا کولی شي

د پیټر سلزمان لخوا د BMW شرکت بریښنایي وزر لرونکی پراشوټ په بریالیتوب سره و ازمایل شو، چې کولی شي په ساعت کې تر ۳۰۰ کیلومترو په رفتار کې الوتنه وکړي.

اوس مهال د BMW شرکت لخوا یو داسې بریښنایي وزر لرونکی پراشوټ جوړ شوی، چې کولی شي په ساعت کې تر ۳۰۰ کیلومترو په رفتار سره والوځي. دا پراشوټ د مشهور ډیزاینر او هوا باز پیټر سلزمان په مرسته رامنځته شوی دی.

د همدې لپاره د BMW شرکت یوه نوې اداره جوړه کړه، چې په دې سره یې د انسان د زرګونو کلونو ارمان چې پرته د کوم شي له مرسته الوتنه وکړي، پوره کړو. په زړه پورې یې دا چې نوموړی پراشوټ پخپله د پیټر سلزمان لخوا ازمایل شوی دی او له تېرو دریو کلونو څخه د آسټریا د آلپ په غرونو کې دا بریښنایي وزر لرونکی پراشوټ امتحانوو.

پیټر د BMW د شرکت په یوې اعلامیه کې د خپل بریالیتوب په اړه وویل، چې الوتل د آزادۍ تر ټولو مهم ډول دی او موږ کولی شو ددې وسیلې په ذریعه کولی شو نالېدلي ځایونه وګورو او یوه نوې نړۍ پیدا کړو.

ددې پراشوټ په اغوستلو سره کولی شي، چې له لس زرو فوټو په لوړوالي له الوتکې ځان را وغورځوئ او د وزرو په څېر پوښاک واغوندئ او بیا کولی شئ چې د پراشوټ سیستم بریښنا ته واړوئ او د ۳۰۰ کیلومترو په رفتار الوتنه وکړئ.

د یاد شرکت پر وینا ویل کېږي، چې په عموم کې وزر لرونکي پراشوټ تر ۱۰۰ کیلومترو په رفتار کې مزل کولی شي خو اوس د بریښنایي سیستم په مرسته دا سرعت نور هم ډېر شوی او کولی شي چې ډېرې فاصلې ووهي.

په دې پراشوټ کې دوه دانې پکي لګېدلي، چې په یوه دقیقه کې ۲۵۰۰۰ زره ځلې تاوېږي او په پنځه دقیقو کې په غیر معمولي توګه ځان حرکت ته چمتو کوي.

یاد شرکت ادعا کوي، چې نوموړی پراشوټ د وزن له مخې سپک دی او کولی شي چې یو غره ته هم پورته شي.

Loading...

دا هم ولولئ

وټساپ

په وټساپ کې دوه نور بدلونونه هم راغلل

د وټساپ کاروونکو لپاره د خوشحالۍ خبر دا دى، چې په وټساپ کې تازه دوه …