کورپاڼه / بېلا بېل / د اوبو لاندې د ٦ ورځو تېرولو نړيوال ريکارډ مصري لامبوزن جوړ کړ
لامبوزن ١

د اوبو لاندې د ٦ ورځو تېرولو نړيوال ريکارډ مصري لامبوزن جوړ کړ

د مصر اوسېدونکي يو لامبوزن د اوبو لاندې ٦ ورځې تېرې کړې او د اوبو لاندې د زيات وخت تېرولو نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

د مصر دا لامبوزن صدام الکليامي نومېږي، چې په اوبو کې يې ١٤٥ ساعتونه او ٣٠ دقيقې تېرې کړې او نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

له ده مخکې دا ريکارډ په ٢٠١٦ کال کې د ترکيې يو لامبوزن Cem Karabay جوړ کړى و، هغه د اوبو لاندې ١٤٢ ساعتونه او ٤٧ دقيقې تېرې کړې وې.

صدام الکليامي د دهب په نوم ولسوالۍ کې د سمندر په غاړه شاوخوا ٦ ورځې ترې کړې، چې له دې سره يې په ٢٠١٧ کال کې د اوبو لاندې د ١٢١ ساعتونو تېرولو خپل ريکارډ هم ښه کړ او تر څنګ يې د ترکيې د لامبوزن نړيوال ريکارډ هم مات کړ.

صدام الکلياني غوښتل چې د اوبو لاندې ١٥٠ ساعتونه تېر کړي، خو د روغتيايي اندېښنو له امله د ١٤٥ ساعتونو او ٣٠ دقيقو وروسته هغه ته وويل شول چې له اوبو دې رابهر شي.

صدام الکلياني په دې وروستيو کې هغه مهال د رسنيو سرټکى ګرځېدلى و، چې د سپتمبر په مياشت کې يې د اوبو لاندې کوژده ترسره کړې وه.

لامبوزن ٢

د دومره زيات وخت د اوبو لاندې تېرولو ويډيوګانې او نور اسناد د ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ مسوولين راغونډوي او په رسمي ډول به دا نړيوال ريکارډ په دغه کتاب کې ثبت شي.

د دې ريکارډ د جوړولو لپاره صدام الکلياني ٥ ساله تمرينات ترسره کړي و.

د دې نړيوال ريکارډ د جوړولو پر مهال هلته ډېر خلک راجمع شوي و، ځکه چې صدام الکلياني ويلي و، چې هغه نه غواړي له خپل هېواد څخه بهر دا ريکارډ جوړ کړي.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې په سمندر کې د ژورې غوپې وهلو نړيوال ريکارډ د سلوانيا هېواد لامبوزنې الينکا ارټنک جوړ کړى و.

Loading...

دا هم ولولئ

د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند …