کورپاڼه / روغتيا / د روغتیا لپاره څومره پروټین اړین دي؟
پروټین

د روغتیا لپاره څومره پروټین اړین دي؟

پروټین د انسان د روغتیا او په بدن کې موجودو عضلو ته په وده ورکولو کې اړین توکي ګڼل کېږي او په شېدو، غوښه، هګیو، کبانو او دالو کې په آسانۍ سره موندل کېږي.

د پروټین کلمه د یوناني کلمې پروټیوس څخه اخیستل شوې، چې معنې اساس او لومړی دی. زموږ د بدن وزن له ۱۸ څخه تر شلو سلنو پروټین دي. پروټین د کاربوهایډریټ او غوړیو په ډول اساسي نیوټرینټ ګڼل کېږي او اساسي نیوټرینټ د بدن لپاره ځواک پیدا کوي.

د روغتیایي کارپوهانو پر وینا ویل کېږي، چې پروټین د روغتیا لپاره اړین وي نو باید یې پخپلو خوړو کې شامل کړو.

هغه خواړه چې پروټین ولري، د استعمالولو په پایله کې یې معده په امینو اسیدونو بدلوي او پروټین ترې کوچنۍ کولمې جذبوي. له دې وروسته امینو اسیدونه تر ځیګره رسېږي. بیا ځیګر پرېکړه کوي چې د بدن لپاره کوم امینو اسیدونه اړین دي. په نتیجه کې ځیګر هغه پروټین چې د استعمال وړ وي بدن ته ورکوي او زیان رسوونکي توکي له بدنه خارجوي.

د خوراکي توکو د کارپوهانو له لورې د ځوانو نجونو لپاره ۴۵ ګرامه او ځوان هلکانو لپاره په ورځ کې د ۵۵ ګرامو پروټینو د استعمال وړاندیز کړی دی. روغتیا پوهان وایي چې په ورځ کې لږه اندازه غوښه، کب، وچه مېوه یا د دالو په خوړلو کولی شئ، چې خپل پروټین پوره کړئ.

د پروټینو د کمښت په پایله کې ناوړه اغېزې:

هغه کسان چې هر ورځ ورزش کوي یا غواړي چې خپل وزن کم کړي، هغوی باید پروټین استعمال کړي. د ځواک د ډېرولو لپاره په عضلو کې موجود پروټین ماتېږي او په همدې ډول د عضلو د قوي کولو لپاره پروټینو ته اړتیا پېښېږي ترڅو اغېزمنې عضلې جوړې شي.

د باډۍ جوړلو او عضلو ته د ودې ورکولو لپاره د پروټینو استعمال ډېر اړین وي، خو که چېرته مناسب پروټین ور ونه رسېږي، ویښتان توئیږي، پوستکی چاودېږي، وزن کمېږي او د عضلو د تکلیف سبب ګرځي.

د پروټینو د ترلاسه کولو سرچینې:

په خوراکي توکو کې تر ټولو ښه پروټین په هګیو کې موندل کېږي. دغه راز په دالو، زړي لرونکو او وچو مېوو، زړو، غوښه او له شېدو څخه د جوړو شوو توکو کې هم پیدا کېدلی شي.

د پروټینو د استعمالولو ګټې:

د پروټینو ډېر استعمالول د وزن د کمي سبب ګرځي او هغه خواړه چې پروټین ولري که استعمال شي نو تر ډېره به د لوږې احساس ونه لرئ. دغه راز د عضلو په وده کې هم مرسته کوي او هغه کمزوري کسان چې غواړي باډي جوړه کړي نو پروټین استعمالولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هډوکي

که غوښه ونه خورئ، هډوکي به مو مات کړئ

که چېرته تاسې د غوښې خوړل په بشپړ ډول بند کړئ او يوازې سبزي خواره …