کورپاڼه / بېلا بېل / نيمروز کې ٤ پښې او ٤ لاسونه لرونکى ماشوم زېږېدلى
زرنج ولايتي روغتون

نيمروز کې ٤ پښې او ٤ لاسونه لرونکى ماشوم زېږېدلى

د افغانستان په نيمروز ولايت کې يو داسې ماشوم زېږېدلى دى، چې څلور پښې او څلور لاسونه لري، خو تنه او سر يې بيا يو دى.

د پژواک خبري اژانس د راپور په وېنا، دا ماشوم د نيمروز ولايت په زرنج ښار کې زېږېدلى دى. د ولايتي روغتون مسوولينو ويلي دي، چې دا ماشوم نن سهار زېږېدلى دى.

د دغه روغتون يوې قابلې چې ليلما نومېږي، يادې رسنۍ ته ويلي دي، چې نن سهار د دوى په روغتون کې يو ماشوم زېږېدلى دى، چې يوه تنه، يو سر، څلور پښې او څلور لاسونه لري.

ماشوم

په نيمروز ولايت کې د څلور پښو او څلور لاسونو لرونکي ماشوم په زېږېدو خلکو د حېرانتيا څرګندونه کړې ده، خو ډېرى خلکو بيا ويلي دي، چې په طب کې دا يوه عادي پېښه ده.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې په ٢٠١٧ کال کې په چين کې هم داسې يو ماشوم زېږېدلى و، چې څلور پښې او څلور لاسونه يې درلودل.

دا ماشوم د ٢٠١٧ کال د اپريل په مياشت کې زېږېدلى و، چې د ياد ماشوم پلار له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې هغه فکر کوي، دا ټوله ګناه د هغه ده، ځکه چې د حاملې ښځې پوره پاملرنه يې نه وه کړې.

د تېر کال (٢٠١٩) په سپتمبر مياشت کې په هند کې هم داسې يو ماشوم زېږېدلى و، چې ٤ پښې او ٣ لاسونه يې درلودل. ډاکټرانو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې ماشوم روغ دى.

د يادولو وړ ده چې په ټوله نړۍ کې داسې پېښې کېږي، چې ځينې ماشومان نښتي زېږي يا هم ځينې نورې بڼې لري، خو د ٤ لاسونو او ٤ پښو ماشومانو زېږېدو پېښې ډېرې کمې دي او خال خال داسې کومه پېښه ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د يمن واده

ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟

په ځينو هېوادونو کې چاته يوه ښځه نه رسېږي او نارينه يې بې واده ګرځي، …