کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د پي ايس ايل پايلوبه کې به لاهور قلندرز د کراچۍ کنګز سره مخ شي
ډيويډ ويس

د پي ايس ايل پايلوبه کې به لاهور قلندرز د کراچۍ کنګز سره مخ شي

د لاهور قلندرز توپوهونکو او توپ اچونکو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د ٢٥ منډو په توپير يې د ملتان سلطانز لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې له دې سره يې د پي ايس پايلوبې ته لار پېدا کړه.

د پاکستان سوپر ليګ يا پي ايس ايل ايليمينيټر ٢ لوبه د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلو ترمنځ د کراچۍ په ملي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ملتان سلطانز پچه وګټله او لومړى يې د لاهور قلندرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

لاهور قلندرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې. د دوى له ډلې ډيويډ ويس د ٣ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٢١ توپونو ٤٨ ناسوځېدلې منډې وکړې، فخر زمان بيا د ٢ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٣٦ توپونو ٤٦ منډې وکړې. همدا راز تميم اقبال ٣٠ او سميت پټيل ٢٦ منډې وکړې.

د ملتان سلطانز له لوري شاهد اپريدي ٢، جنيد خان، محمد الياس، سهيل تنوير او اډم ليت ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٨٣ منډو هدف په تعقيب د ملتان سلطانز ټوله لوبډله په ١٩.١ اورونو کې وسوځېدله او ١٥٧ منډې يې وکړې، چې د ٢٥ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري اډم ليت د ٣ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٢٩ توپونو ٥٠، خوشدل شاه د ٢ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ١٩ توپونو ٣٠ منډې ترلاسه کړې. همدا راز شان مسعود ٢٧ او ريلي روسو ١٨ منډې وکړې.

د لاهور قلندرز له لوري حارث روف او ډيويډ ويس په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، دواړو ٣-٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز شاهين شاه اپريدي او دلبر حسېن هم ٢-٢ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ ويس ته ورکړل شوه، چې په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېده.

د يادولو وړ ده چې د دې لوبې په بريا سره د لاهور قلندرز لوبډلې پايلوبې ته لار پېدا کړه او د ملتان سلطانز لوبډله بهر شوه. د پي ايس ايل پايلوبه به د کراچۍ کنګز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ د نومبر په ١٧مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

بابر اعظم

بابر اعظم د کراچۍ کنګز لوبډله اتلولۍ ته ورسوله

د پاکستان سوپر ليګ پنځم پړاو کې بابر اعظم د کراچۍ کنګز لوبډله اتلولۍ ته …