د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان اوس هم د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې دى چې له هغه ځايه به نېغ اسټراليا ته لاړ شي او هلته به د بيګ باش ليګ په راتلونکي پړاو کې ګډون وکړي.
راشد خان چې په متحده عربي اماراتو کې د اى پي ايل سياليو کې د ګډون لپاره تللى و، د دغه سياليو له پاى ته رسېدو وروسته هم په متحده عربي اماراتو کې پاتې شوى دى.
محمد نبي او مجيب الرحمان چې دوى هم په يادو سياليو کې ګډون درلود، د اى پي ايل له ختمېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي، خو راشد خان هېواد ته نه دى راغلى.
راشد خان په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې تازه يو عکس خپور کړى دى، چې هغه په دوبۍ مال کې په يو پلورنځي کې اخيستى دى.
View this post on Instagram
دا عکس چې راشد خان ١٤ ساعته مخکې په انسټاګرام کې خپور کړى دى، تراوسه پورې له ١٦٨ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى او له دوه زرو څخه زياتو کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.
راشد خان په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، چې لوبډله يې پلى اف پړاو ته هم تللې وه، خو پايلوبې ته يې لار پېدا نه کړه. راشد خان د حېدراباد لپاره ١٦ لوبې ترسره کړې او ٢٠ ويکټې يې ترلاسه کړې. دا د حېدراباد لپاره تر ټولو زياتې ويکټې دي. همدا راز د ٢٠٢٠ پړاو ليګ کې راشد خان تر ټولو اقتصادي توپ اچونه هم ترسره کړه.
راشد خان چې د بيګ باش راتلونګي پړاو کې يو ځل بيا د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې اخيستى دى، له متحده عربي اماراتو څخه به نېغ اسټراليا ته لاړ شي. ځکه د بيګ باش سيالۍ د دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېږي. دا سيالۍ چې ٨ لوبډلې پکې ګډون لري پايلوبه به يې د فبروري په ٦مه نېټه ترسره شي.