په ټوله نړۍ کې هګۍ په سباناري کې د خلکو تر ټولو خوښ خواړه دي او دا د روغتيا لپاره هم ډېر ګټور دي.
خو ډېرې زياتې هګۍ خوړل مو د شکر په څېر خطرناکې ناروغۍ ښکاره کولى هم شي. دا ادعا په اسټراليا کې ترسره شوې يوه نوې څېړنه کې شوې ده.
د ساوت اسټراليا پوهنتون د چاينه طبي پوهنتون او قطر پوهنتون سره په ګډه د ١٩٩١ کال څخه تر ٢٠٠٩ کال پورې يوه اوږده څېړنه وکړه او په چين کې يې په خلکو د هګيو د خوړلو اغېزې وڅېړلې.
دوى په دې څېړنه کې وموندله، هغه کسان چې د ورځې يوه يا له دې زياتې هګۍ خوري، په دوى کې د شکر د ناروغۍ خطر ٦٠ سلنه زياتېږي.
په چين کې د شکر د ناروغانو کچه اوس ١١ سلنه ته رسېدلې ده، چې په نړيواله کچه يې اوسط ٨.٥ څخه پورته دى.
څېړونکي وايي، چې د شکر ناروغۍ په کچه کې زياتوالى د اندېښنې وړ دى.
څېړونکي وايي، چې دا له مخکې څخه معلومه شوې خبره ده چې خواړه د شکر ټايپ ټو په برخه کې ډېر مهم کردار ادا کوي، نو د داسې خواړو په اړه پوهېدل مهم دي چې د دې ناروغۍ په خپرولو کې لاس لري.
دوى وايي، که څه هم ډېرى مهال د هګيو خوړل او د شکر ناروغۍ ترمنځ په اړيکو بحث کېږي، خو په دې څېړنه کې د اوږدې مودې لپاره د هګيو خوړلو او په شکر د اخته کېدو په تړاو څېړنه شوې ده.
څېړونکي وايي، چې موږ په دې څېړنه کې وموندله چې د اوږدې مودې لپاره د هګيو خوړل (هره ورځ ٣٨ ګرامه يا له دې زيات) په چينايانو کې د شکر ناروغۍ خطر ٢٥ سلنه زيات کړى دى.
دوى په راپور کې زياته کړې ده، هغه کسان چې د ورځې شاوخوا پنځوس ګرامه هګۍ يا له دې زياتې خوري، نو په هغوى کې دا خطر ٦٠ سلنه پورته کېږي.
په څېړنه کې ويل شوي دي، چې له نارينه و زيات دا اغېز په ښځينه و کوي.
د دې څېړنې څېړونکي وايي، چې دوى په دې څېړنه کې وموندله چې زياتې هګۍ خوړل د شکر ناروغۍ خطر زياتوي، خو په دې تړاو لا هم نورو څېړنو ته اړتيا ده.