کورپاڼه / خبرونه / د بنګله دېش د ١٩ کلنې لوبډلې پخواني لوبغاړي ځانوژنه وکړه
محمد سوزيب

د بنګله دېش د ١٩ کلنې لوبډلې پخواني لوبغاړي ځانوژنه وکړه

د بنګله دېش د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې يو پخواني لوبغاړي محمد سوزيب د نومبر په ١٤مه نېټه باندې ځانوژنه کړې ده.

٢١ کلن محمد سوزيب د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې د بنګله دېش ١٩ کلنې کم عمره ځوانانو لوبډله کې شامل و، چې د دغه لوبډلې لوبډلمشري سېف حسن کوله.

هغه د بنګله دېش لوبډلې سره نيوزيلېنډ ته د اضافي لوبغاړي په توګه تللى و، خو په ١١ کسيزه نوملړ کې ورته چانس ورنکړل شو. دا ښي لاسى توپوهونکى د ١٩ کلنو اسيا جام کې هم د بنګله دېش لوبډلې په سکواډ کې شامل شو.

هغه په ٢٠١٨ کال کې د ليسټ اې سيالۍ پيل کړې وې، خو د ٢٠١٨ کال د مارچ راوروسته يې هېڅ لوبه نه وه ترسره کړې.

د بنګله دېش کرکټ بورډ د ګېم ډيويليپمنټ څانګې مدير ابو انعام محمد وايي، چې هغه د راتلونکي بېنګ بندو ټي ٢٠ کپ کې نه و شامل او ښايي همدا لامل شوى وي، چې هغه دا ګام پورته کړ.

ابو وايي: ((سوزيب په ٢٠١٨ کال ١٩ کلنو نړيوال جام کې د ١٩ کلنو لوبډلې په سکواډ کې د يو اضافي لوبغاړي په توګه شامل و. هغه په اسيا جام کې د سريلانکا پر وړاندې لوبه هم کړې وه، دا زموږ لپاره ډېر بد خبر دى.))

ابو انعام محمد همدا راز ويلي دي، چې زه نه پوهېږم چې هغه دا ګام د ډيپريشن له امله پورته کړ او که کوم بل لامل يې و. خو هغه له تېرو څو کلونو راهيسې دوامداره لوبې نه وې کړې.

هغه په راتلونکو بېنګ بندو ټي ٢٠ سياليو ډرافټ کې هم نه و شامل.

د بنګله دېش کرکټ بورډ ډايريکټر خالد محمود وايي، چې محمد سوزېب يو تکړه کرکټر و. نوموړى وايي: ((زه هېڅ باور نه کوم چې هغه دې داسې يو کار کړى و، دا زما لپاره ډېر بد خبر دى.))

نوموړى وايي، چې هغه پيليز توپوهونکى و او ميډيم توپ اچونه يې ترسره کوله چې د شاين پوکور کرکټ کلب لپاره يې لوبې ترسره کړې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان (4)

د نړيوال جام خيانت؛ ولس تراوسه هم راشد خان ته غصه دى؟

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه مهمه پېښه …