کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حارث روف ولې له شاهد اپريدي نه بخښنه وغوښته؟
شاهد اپريدي او حارث روف

حارث روف ولې له شاهد اپريدي نه بخښنه وغوښته؟

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي د پخواني پاکستاني لوبغاړي او لوبډلمشر شاهد اپريدي څخه د بخښنې غوښتلو لامل ښکاره کړ.

د کراچۍ په ملي لوبغالي کې د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې د ملتان سلطانز او لاهور قلندرز لوبه روانه وه، چې شاهد خان اپريدى د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره لوبېده او حارث روف په لومړي توپ شاهد اپريدى وسوځاوه، چې هماغه وخت يې له هغه څخه بخښنه وغوښته.

شاهد اپريدي چې څنګه توپوهنې ته راکوز شو، نو حارث روف هېڅ وخت ورنکړ، لومړى توپ يې ورته يارکر وکړ او شاهد اپريدي يې بولډ کړ. د شاهد اپريدي په سوځولو حارث روف مخکې له دې چې خوشحالي وکړي، لومړى يې له هغه څخه بخښنه وغوښته.

شاهد اپريدي او حارث روف ١

وروسته په مېدان کې د خبرو پر مهال حارث روف وويل، چې شاهد اپريدي يو سينئير لوبغاړى دى، له پيل څخه مې دا فکر کړى و، که چېرته مې شاهد اپريدى وسوځاوه، نو همدا سټايل به کوم.

د شاهد اپريدي تر سوځولو وروسته همغه وخت د شاهد اپريدي څخه د حارث روف د بخښنې غوښتلو عکسونه او ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې لاس په لاس کېږي او د کرکټ مينه والو په دې کار حارث روف ستايلى دى.

شاهد اپريدي او حارث روف ٢

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) په دويمه اليمينيټر لوبه کې د لاهور قلندرز لوبډلې د ملتان سلطانز لوبډلې ته د ٢٥ منډو په توپير ماتې وکرړه او په لومړي ځل يې پايلوبې ته لار پېدا کړه.

د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ چې د کورونا له امله يې د پلى اف پړاو سيالۍ اته مياشتې ځنډېدلې وې، اوس يې يوازې پايلوبه پاتې ده. پايلوبه به د کراچۍ کنګز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ د نومبر په ١٧مه نېټه د کراچۍ په ملي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه …