کورپاڼه / بېلا بېل / آیا تاسې په سمه توګه ساه اخلئ؟
نجلۍ

آیا تاسې په سمه توګه ساه اخلئ؟

موږ په ورځني ډول تقریباً ۵۰ زره ځلې ساه اخلو، خو بیا هم ډېری کسان پرې نه پوهېږي او نه یې په اړه فکر کوي. داسې ښکاري لکه سږو ته د هوا داخلېدلې او خارجېدل له نورو ټولو کارونو څخه ډېر ترسره کېدونکی کار دی، خو جالبه داده چې دا کړنه پرته له کومې ستونزې جریان لري.

بل خوا څېړونکی ژورنالیست (جیمز نیسټر) د ساه اخیستلو پر موضوع ځانګړی نظر لري. نوموړی په خپل کتاب Breath: The new science of a lost art کې په دې خبره زوړ راوړی چې باید خپلې ساه ته پام وکړو، ځکه چې دا پر ژوند ډېر اغېر پرېباسي.

نیسټر په خپل کتاب کې د ساه د اخیستلو پر طریقو په تفصیل سره غږېدلی دی. د پخواني چین د رواجونو څخه یې تر اوسني ساینسه رڼا اچولې، چې څنګه یو لامبوزن له پنځو تر لسو دقیقو خپله ساه درولی شي.

دی وایي، چې په سمه توګه ساه اخیستل دومره آسانه نه وي، لکه څنګه یې چې خلک ګڼي. نیسټر وایي ۵۰ سلنه خلک د خولې له لارې ساه اخلي او همدا وجه چې د ساه اخیستلو په ناروغۍ، د خوب کمی او خرېدل او نورو ناروغیو اخته کېږي.

نیسټر زیاتوي، چې د خولې له لارې ساه اخیستل په ذهني او بدني روغتیا ناوړه اغېزې پرېباسي او د اوږدې ساه د اخیستلو په تمرین سره شاید په ژوند کې ښه والی راشي.

خپل ژوند مو ښه کړئ:

په سمه توګه ساه اخیستل مو ژوند ښه کوي، که څه هم دا خبره به لږه عجیبه وي، خو نیسټر په خپل کې د یو شخص کیسه کوي، چې څنګه یې په سمه توګه ساه اخیستلو ژوند ښه کړ.

د ساه اخیستلو غوره طریقه:

لکه څنګه چې تاسې ځیر شئ چې څنګه په سمه توګه ساه واخلو، نو پوه به شئ چې دا کار دومره آسانه نه دی خو دومره ستونزمن هم نه دی. که څه هم موږ په خوله ساه اخیستلی شو خو د ضرورت په اساس، نور نو باید د پوزې په وسیله د ساه په اخیستلو ځان عادت کړو.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د خولې په پرتله د پوزې له لارې ۲۰ سلنه زیات اکسیجن اخیستل کېږي.

که چېرته تاسې په دې فکر کې یئ، چې ډېره ساه اخلئ نو ځیني تمرینونه دي که یې پیل کړئ، نو ګټور به تمام شي، خو باید یاد کړم چې دا تمرین دې په عملي توګه زده شي.

نیسټر وایي، چې د پنځه نیمو ثانیو لپاره ساه واخلئ او بیا یي د پنځه نیمو ثانیو دپاره بهر کړئ. دغه راز نوموړی د یوګا او مراقبې وړاندیز هم کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

فشار

آیا په پرلپسې ډول د ذهني فشار ښکار یئ؟ یو سبب یې د ځیرک موبایلونو کارول هم کېداى شي

د شپې دولس بجې دي، اوس غواړئ چې د خوب لپاره تیاری ونیسئ، خو موبایل …