کورپاڼه / خبرونه / هېواد مهم او که تجارتي ليګونه؟ محمد حفيظ څه پرېکړه وکړه؟
محمد حفيظ

هېواد مهم او که تجارتي ليګونه؟ محمد حفيظ څه پرېکړه وکړه؟

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د تجارتي ليګ پر ځاى د خپل هېواد لوبو ته لومړيتوب ورکړ او له دې امله هغه به شاوخوا ١٠ ميليونه پاکستاني روپۍ تاواني شي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، محمد حفيظ د سريلانکا په لنکا پريمئير ليګ کې د کولمبو کنګز لوبډلې سره تړون کړى و، چې په بدل کې يې هغه ته شاوخوا ١٠ ميليونه پاکستاني روپۍ ورکول کېدې.

خو کله چې نوموړي د پاکستان کرکټ بورډ څخه په دې تړاو د اجازې غوښتنه وکړه، نو کرکټ بورډ ورته وويل، چې د نيوزيلېنډ د سفر له امله به ونه شي کولاى چې په ياد تجارتي ليګ کې ګډون وکړي، ځکه په نيوزيلېنډ کې به د کرنټين ورځې هم تېرول وي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې محمد حفيظ له کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه، چې که ممکنه وي نو هغه به په لنکا پريمئير ليګ کې څو لوبې ترسره کړي او بيا به نيوزيلېنډ ته لاړ شي او هلته به د پاکستان لوبډلې سره يو ځاى شي.

خو د پاکستان کرکټ بورډ ورته وويل، چې د لنکا تجارتي ليګ يا د پاکستان لوبډله کې دې يوه انتخاب کړي، محمد حفيظ له هغه وروسته د سريلانکا تجارتي ليګ له مسوولينو بخښنه وغوښته او هغوى ته يې د نه ورتګ په اړه وويل.

دا په داسې حال کې ده چې محمد حفيظ ته د پاکستان کرکټ بورډ له لوري کلنى قرارداد نه دى ورکړل شوى، د انګلستان د سفر پر مهال هغه ته ٢٠٢ زره پاکستانۍ روپۍ ورکړل شوې وې، نوموړى په يادو سياليو کې تر ټولو ښه ځلېدلى و او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ګټلې وه.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې کرکټ بورډ ځينې داسې لوبغاړو ته هم قراردادونه ورکړي دي، چې په يوازې يوه بڼه کرکټ کې لوبېږي، خو د محمد حفيظ په څېر مخکښ لوبغاړي ته يې کلنى قرارداد نه دى ورکړى.

محمد حفيظ په داسې حال کې چې کرکټ بورډ ورته کلنى قرارداد هم نه دى ورکړى، تجارتي سياليو ته په خپلو ملي سياليو لومړيتوب ورکړ او ډېرې پېسې يې هم له لاسه ورکړې.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …