کورپاڼه / خبرونه / د اسټراليا لوبډلمشر د ويراټ کوهلي په اړه څه وايي؟
ټام پين او ويراټ کوهلي

د اسټراليا لوبډلمشر د ويراټ کوهلي په اړه څه وايي؟

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر ټام پين د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي په اړه وايي، چې هغه د ده لپاره د نورو لوبغاړو په څېر دى او هېڅ فشار نه اخلي.

ټام پين له ځايي رسنيو سره په يوه مرکه کې وويل، چې د اسټراليا اوسېدونکي له ويراټ کوهلي څخه کرکه هم کوي او د يوه ښه توپوهونکي په توګه د هغه توپوهنه هم خوښوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې ويراټ کوهلي زما لپاره د نورو لوبغاړو په څېر هم دى او زه له هغه څخه هېڅ فشار نه اخلم، زه د پچې پر مهال هغه ته ګورم او د هغوى پر وړاندې لوبېږم.

ټام پين د اسټراليا او هند د لوبلړۍ په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به سخته مسابقه ترسره شي، ويراټ کوهلي په رښتيا هم يو تکړه لوبغاړى دى او زموږ ترمنځ څو ځلې لفظي جنګ هم شوى دى.

د يادولو وړ ده چې د هند کرکټ ملي لوبډلې اسټراليا ته تللې ده او د دوى سفر دوه مياشتې اوږد سفر دى. اوسمهال د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په اسټراليا کې کرنټين دي.

په دې سفر کې به هندۍ لوبډله د اسټراليا پر وړاندې ٣ نړيوالې يو ورځنۍ، ٣ نړيوالې شل اوريزې او ٤ ټېسټ لوبې ترسره کړي.

بل لوري ته ويل کېږي چې ويراټ کوهلي او انوشکا شرما مور و پلار جوړېدونکي دي او ويراټ کوهلي به د لومړۍ ټېسټ لوبې د ترسره کولو وروسته بېرته هند ته راستون شي.

د هند کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دوى ويراټ کوهلي ته اجازه ورکړې ده، چې د اسټراليا پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې ترسره کولو وروسته دې بېرته هند ته راستون شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان (4)

د نړيوال جام خيانت؛ ولس تراوسه هم راشد خان ته غصه دى؟

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه مهمه پېښه …