کورپاڼه / روغتيا / د میکروبونو په وسیله د معدې درملنه
د معدې درملنه

د میکروبونو په وسیله د معدې درملنه

ساینسپوهانو د نوو ایجاداتو او څېړنو په وسیله د خطرناکو ناروغیو د درملنې بېلابېلې طریقې ښودلي او تجربه کړي دي، خو لا تر اوسه هم د درملنې دودېزې طریقې نه دي ختمې شوي.

د راپورونو پر وینا روغتیاپالانو د معدې د درملنې لپاره د داسې ښه او اغېزمن میکروپ لټون پیل کړی، که چېرته د هاضمې سیستم ته ورسېږي نو د ډېرو سختو ناروغیو درملنه ممکنه کوي. بله خوا په همدې اړوند د درملو جوړونکو شرکتونو هم له میکروبونو څخه د درملو په جوړولو کار پیل کړی دی.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې د انسان په بدن کې میکروبونه، دفاعي حجرې، د کولمو نسجونه  او په هغې کې بې شمېره حجرې شتون لري، چې له یو بل سره ډېرې کیمیاوي او فزیکي اړیکې لري او بې شمېر سنګلونه یو بل ته ورکوي، چې پرې پوهېدل د انسان د وس څخه وتلی کار ګڼل کېږي.

خو دا حجرې خپل یو سیستم لري، چې ډېر پیچلی دی او په عموم کې ورته Microbiology وایې. چې دا سیستم نه یوازې د معدې د ګڼو ستونزو سره تړاو لري، بلکې سربېره پر دې ډېری عصبي او مدافعاتي ناروغۍ هم پیدا کولی شي.

چې له دې ستونزه څخه یې یوه Clostridium difficile نومي میکروب رامنځته کېږي او بیا همدا میکروب کولمې په نښه کوي.

ددې ناروغۍ ساده درملنه داده، چې کوم اغېزمن میکروب د هاضمې سیستم ته داخل شي، خو دا کړنه لږه ستونزمنه ده. روغتیایي کارکوونکي وایي، چې په راتلوونکي وختونو کې به Microbiology یعنې جینونو او په هغې کې د موجودو میکروبونو بل نسل څخه تیار شوي درمل ناروغانو ته ورکړي.

یاده دې وي، (روجر پوهر اینټاز) وایي، چې د کولمو، پخواني سوخت او په غټو کولمو کې د پیدا کېدونکي پړسوپ لپاره دې تیار شوي درمل د کلینکي تجربو په اساس ورکړل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هډوکي

که غوښه ونه خورئ، هډوکي به مو مات کړئ

که چېرته تاسې د غوښې خوړل په بشپړ ډول بند کړئ او يوازې سبزي خواره …