کورپاڼه / روغتيا / ولې د ژمي په وچ موسم کې لاسونه او پښې خولې کېږي؟
پښې او لاسونه

ولې د ژمي په وچ موسم کې لاسونه او پښې خولې کېږي؟

د انسان له بدن څخه د خولې خراجېدل یوه طبیعي کړنه ده، چې د بدن د تودوخې درجه برابره ساتي. خو لېدل کېږي چې د ژمي په وچ موسم کې د پوستکي د غوړ ساتلو لپاره Moisturizer او د Cold کریمونه استعمالوي. خو ځینې خلک بیا د خولو په خراجېدلو د پریشانۍ ښکار کېږي. یا داسې وګڼئ چې د دوی بدن له موسم سره له مطابقته پرته ډېر زیاته خوله کوي.

په دا ډول خلکو کې د خولو د خارجېدلو غدې ډېرې متحرکې وي. عموماً ددې ډول خلکو د بدن له دوو برخو څخه خولې ځي، تخرګ، ورغوی یا پښې، خو که چېرته ډېره خوله وځي نو رښتیا هم د اندښنې وړ خبره ده.

ویل کېږي چې د لاسونو یا پښو څخه ډېره خوله خراجېدل یو ډول ناروغي ده چې Hyperhidrosis ورته وایي. په دې ډول ناروغۍ کې غدې ډېرې متحرکېږي. دغه راز زیات خولې کېدل ارثي هم کېدلی شي او د ذهني فشار، ډیپریشن او … سبب هم کېدلی شي.

Hyperhidrosis کومې نښې څرګندوي؟ که چېرته تاسې د Hyperhidrosis ښکار یئ، نو د فکر وړ خبره او باید ورته متوجې شئ. ځکه چې ډېره خوله بهېدل د ناروغۍ نښه هم کېدلی شي. لکه په وینه کې د شکر کمښت، د تایرایډ د عدې اضافي هورمونونه ، د زړه حمله او په عصبي سیستم کې بې نظمي راتلل.

خو ډېری وخت د آیوډینو د کمښت په سبب د بدن څخه ډېره خوله خارجېږي. نو اړینه ده چې پخپلو خوړو کې ایوډین لرونکي توکي شامل کړو. لکه هګۍ، کبان، شېدې، مستې او داسې نور.

نوي طبي ساینس Hyperhidrosis درملنه موندلې او هغه کسان چې نوموړې ستونزه لري، کولی شي ترې ګټه واخلي. دغه راز ځیني کورني درمل او لارې هم موجودې دي، چې پرې عمل کول کولی يې،  تاسې له یادې ستونزې ژغوري.

راځئ چې کورنۍ حل لاره یې وپېژنو.

۱- له ټولو آسانه طریقه یې داده، هغه پوډر چې د ماشومانو لپاره کارول کېږي، وکاروو، دا پوډر نمي جذبوي او ورغوی او د پښتو تلي وچ ساتي.

۲- د مڼې سرکه هم د خولو د خراجېدلو مخنیوی کوي. وایي چې د مڼې په سرکه کې د PH درجه برابر وي او له بدن څخه د اضافي خولې را ایستل دروي.

۳- بیکنګ پوډر یا سوډا: که چېرته په لږو ګرمو اوبو کې درې کاچوغې سوډا واچوو او د لس دقیقو لپاره پکې خپل لاسونه او پښې کېږدو او په ورځني ډول یې تکرار کړو نو له دې ستونزې ژغورل کېدلی شو.

Loading...

دا هم ولولئ

هډوکي

که غوښه ونه خورئ، هډوکي به مو مات کړئ

که چېرته تاسې د غوښې خوړل په بشپړ ډول بند کړئ او يوازې سبزي خواره …