کورپاڼه / خبرونه / د راشد خان د (لمر ډوبېدل) ولې خوښېږي؟
راشد خان (2)

د راشد خان د (لمر ډوبېدل) ولې خوښېږي؟

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوسمهال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې دى، د لمر ډوبېدل يې خوښېږي او د دې لامل يې هم له مينه والو سره شريک کړى دى.

راشد خان له تېرو څو مياشتو راهيسې له هېواده بهر دى، هغه لومړى د کارابين پريمئير ليګ ته تللى و، چې له هماغه ځايه بيا نېغ په نېغه متحده عربي اماراتو ته لاړ او هلته يې د اى پي ايل په اوږد تجارتي ليګ کې ګډون وکړ.

اوس که څه هم د اى پي ايل ليګ پاى ته رسېدلى دى، خو راشد خان اوسمهال هم په متحده عربي اماراتو کې دى او ويل کېږي چې له هغه ځايه به نېغ اسټراليا ته لاړ شي او هلته به د بيګ باش سياليو کې ګډون وکړي.

راشد خان د ټولنيزو رسنيو مشهورې وېبپاڼې ټويټر کې خپل يو تازه عکس خپور کړى دى.

په دې عکس کې ليدل کېږي، چې راشد خان د دوبۍ په دښتو کې د مازيګر او ماښام ترمنځ مهال ناست دى او د لمر سترګه چې ډوبېږي، هغې ته يې لاسونه نيولي دي.

راشد خان همدا راز له دې عکس سره ليکلي دي، چې زما لمر ډوبېدل خوښېږي، ځکه چې دا د نوي لمر د راختلو چانس راکوي.


د راشد خان دا عکس په څو دقيقو کې له زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى. نوموړى نه يوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې ډېر مينه وال لري چې په ټولنيزو رسنيو کې هغه ډېر تعقيبوي.

راشد خان په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لپاره لوبېده، چې په ١٦ لوبو کې يې ٢٠ ويکټې اخيستې وې او همدا راز د ٢٠٢٠ کال اى پي ايل سياليو تر ټولو ښه اقتصادي توپ اچونه يې هم ترسره کړې وه.

راشد خان به له متحده عربي اماراتو څخه اسټراليا ته لاړ شي او هلته به په بيګ باش سياليو کې برخه واخلي. په بيګ باش سياليو کې هغه د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …