کورپاڼه / بېلا بېل / هغه کوتره چې په ١.٩ ميليون امريکايي ډالرو وپلورل شوه
کوتره ١

هغه کوتره چې په ١.٩ ميليون امريکايي ډالرو وپلورل شوه

يو چينايي سړي چټکه کوتره په ١.٦ ميليون يورو يا ١.٩ ميليونه امريکايي ډالرو واخيستله، دا کوتره نيو کيم نومېږي.

د فرانسې رسنيو د راپورونو په وېنا، په بيلجيم کې دا کوتره په انلاين بڼه بولۍ ته وړاندې شوې وه، دې کوترې د مخکنۍ کوترې ارمانډو د ١.٢ ميليون يورو ريکارډ هم مات کړ.

نيو کيم دوه کلنه کوتره ده، چې ماده ده او دا کوتره يوازې په ٢٠٠ يورو باندې بولۍ ته وړاندې شوې وه.

کوتره ٢

د پي اى پي اې مشر نيکولاس ګيسل بريکټ وايي، چې زه دا فکر کوم چې دا يو نړيوال ريکارډ دى، ځکه تر دې مخکې په رسمي ډول هېڅ کوتره دومره ګرانه نه ده پلورل شوې.

نوموړى همدا راز ليکي: ((ما هېڅ کله هم دا فکر نه و کړى چې په دې کوتره به بولي دومره پورته لاړه شي.))

نوموړى وايي، چې کوم کس چې دا کوتره اخيستې ده، هغه نه غواړي چې نوم يې ښکاره شي، خو زه فکر کوم چې هغه د دې کوترو د نسل زياتولو لپاره دا کوتره اخيستې ده.

کوتره ٣

نيو کيم هغه کوتره ده چې په ډېرو مسابقو کې يې برخه اخيستې ده او لومړى مقام يې ترلاسه کړى دى. په دې وروستيو کلونو کې اروپايي مارغانو ډېر شهرت پېدا کړى دى، په ځانګړې توګه په چين کې، چېرته چې د کوترو د الوتلو مسابقې ترسره کېږي.

د خليجي او اسيايي هېوادونو شتمنو خلکو د داسې مارغانو بيې لوړې کړې دي، چې هغه چټک الوت کوي او دا وړتيا لري چې اوږد مزل وکړي او بېرته خپل کور ته راستون شي.

کوتره ٤

له کوترو سره د بيلجيم او ډچ خلک ډېره مينه لري او دا د دوى يو کلتور ګرځېدلى دى، چې اوس په فرانسه کې هم دا کلتور په غوړېدو دى.

Loading...

دا هم ولولئ

د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند …