کورپاڼه / خپلواک / بازانو ساتونکي مات کړل، اصغر دریمه بریا خپله کړه

بازانو ساتونکي مات کړل، اصغر دریمه بریا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ اکتوبر ۲۰۱۹): د اصغر افغان په مشرۍ د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې کرکټ ليګ په ۷مه سيالۍ کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې او د خپل ټاکلي هدف څخه يې په ښه ډول دفاع وکړه، چې پرلپسې دريمه بريا يې هم په خپل نوم کړه.
د شپږيزې کرکټ ليګ ۷مه سيالي نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه په کابل لوبغالي کې د کابل بازانو او عارف عظيم بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ پيل شوه.
د لوبې په پيل کې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.
د کابل بازانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې يونس احمدزي ۳۵، اصغر افغان ۲۵، حضرت الله ځاځي ۲۰ او محمد سردار هم ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د عارف عظيم بوست ساتونکو له لوري نصرت الله ۲، دولت ځدراڼ، ضيا الرحمن، ګلبدين نایب او قېس احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۴۵ منډو د هدف په تعقيب کې د بوست ساتونکو ټوله لوبډله په ۱۸.۱ اورونو کې وسوځېدله او ۱۱۹ منډې يې وکړې، چې په ۲۵ منډو يې د کابل بازانو لوبډلې څخه ماته وخوړله.

د دوی له لوري حشمت الله شهيدي ۳۵، بهار شينواري ۲۲ او وقار الله اسحاق ۱۵ منډې وکړې. بل خوا د کابل بازانو له لوري ډېره ښه توپ اچونه ترسره شوه چې ټينډای چټارا، امير حمزه او وقار سلام خېل ۲-۲، اصغر افغان او سميع الله شينواري ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه وقار سلام خېل ترلاسه کړه.
تر دې مهاله پورې د کابل بازانو لوبډلې په شپږيزه کرکټ ليګ کې ماته نه ده خوړلې او درې پرلپسې سياليو کې يې بريا خپله کړه چې د ۶ نومرو درلودلو سره د جدول په سر کې قرار لري.
د يادولو ده چې سبا د اکتوبر په ۱۱مه نېټه سهار ۹ بجې د شپږيزې کرکټ ليګ په ۸مه سیالۍ کې د ډېلي فرېش امو نهنګانو او عارف عظيم بوست ساتونکو لوبډلې مخامخېږي، همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجه بيا ۹مه لوبه د وزيرزي مس عينک اتلان او سپين غر زمريان ترسره کوي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …