کورپاڼه / خبرونه / فاف ډوپليسي: ويراټ کوهلي او بابر اعظم دواړه غوره لوبغاړي دي
فاف ډوپليسي، بابر اعظم او ويراټ کوهلي

فاف ډوپليسي: ويراټ کوهلي او بابر اعظم دواړه غوره لوبغاړي دي

د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې د مډل ارډر توپوهونکي فاف ډوپليسي پاکستانى بابر اعظم او هندوستانى ويراټ کوهلي دواړه يو ډول غوره لوبغاړي وبلل.

فاف ډوپليسي چې اوسمهال په پاکستان کې دى او هلته په پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) کې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبېده، ويراټ کوهلي او بابر اعظم يې يو ډول غوره توپوهونکي بللي دي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، چې فاف ډوپليسي د يوې ځايي پاکستاني رسنۍ سره په خپله مرکه کې وويل، چې بابر اعظم او ويراټ کوهلي دواړه ډېر ښه لوبغاړي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې په تېر يو کال نيم کې بابر اعظم د نړۍ په غوره لوبغاړو کې ځان د شاملولو لپاره يو بل ګام هم پورته کړى دى.

فاف ډوپليسي وايي، چې يو ښه او پرمختللى راتلونکى د بابر اعظم په انتظار دى.

د سويلي افريقا لوبډلې لوبډلمشر فاف ډوپليسي وايي، زه فکر کوم چې بابر اعظم په شل اوريزو لوبو کې خلک اغېزمن کړل، خلکو فکر کاوه چې هغه د يو ماشوم په څېر لوبه کوي او د سترو شاټونو وهلو وړتيا نه لري، خو په وروستيو شل اوريزو لوبو کې هغه ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه.

د يادولو وړ ده چې پلى اف پړاو سياليو کې پېښور زلمي خپله لوبه وبايلله، په دغه لوبه کې فاف ډوپليسي د پېښور لپاره د ٣١ منډو توپوهنه ترسره کړه، خو لوبډله يې له مخکې سياليو څخه بهر شوه او د لاهور قلندرز لوبډلې څخه يې ماتې وخوړه.

د يادولو وړ ده چې فاف ډوپليسي له دې مخکې په هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لپاره هم ولوبېده، خو سږکال د چيناى لوبډله په دې ونه توانېدله، چې پلى اف پړاو سياليو ته لار پېدا کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

فخر زمان

فخر زمان کرنټين او د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو بهر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى فخر زمان د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو …