کورپاڼه / تجارتي ليګونه / قېس احمد سريلانکا ته روان شو
قېس احمد

قېس احمد سريلانکا ته روان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ليګ بريک توپ اچونکى قېس احمد هم سريلانکا ته روان شو، چې په سريلانکا کې به په لنکا پريمئير ليګ کې ګډون وکړي.

د افغانستان دا ٢٠ کلن توپ اچونکى په لنکا پريمئير ليګ کې د کولمبو کينګز لوبډلې اخيستى دى، چې د انډري رسل او ايسورو اډانا په څېر لوبغاړي هم په دغه لوبډله کې لوبېږي.

د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز او چټک توپ اچونکى نوين الحق له دې مخکې سريلانکا ته تللي دي. دواړه به د لنکا پريمئير ليګ کې د کنډي ټسکرز لوبډله کې ولوبېږي.

همدا راز د افغانستان يو بل چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى هم په لنکا پريمئير ليګ کې اخيستل شوى دى، هغه به په دغه ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډله کې ولوبېږي.

٢٠ کلن قېس احمد په خپل ټويټر يو عکس خپور کړى دى او خبر يې ورکړى دى، چې هغه سريلانکا ته روان شو. نوموړي ليکلي دي، چې بالاخره هم يو څه کرکټ، د لنکا پريمئير ليګ کې د کولمبو کينګز لپاره، سريلانکا ژر به دې ووينم.


د سريلانکا يو شمېر اوسېدونکو قېس احمد ته هرکلى هم ويلى دى.

د يادولو وړ ده چې قېس احمد د افغانستان لپاره يوازې ١ ټېسټ او ١ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړې ده، خو نوموړي په تجارتي سياليو او کورنيو سياليو کې ډېره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده او له همدې امله په تجارتي ليګونو کې د لوبډلو لپاره ښه لوبغاړى دى.

قېس احمد د افغانستان ملي لوبډلې او د افغانستان ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې په ګډون د بند امير ښامارانو، ګيانا امازون واريرز، هوبارټ هوريکنز، مس عينک زون، ملتان سلطانز، پامير سټارز او سينټ لوسيه سټارز لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړې دي.

هغه تراوسه پورې ٥٦ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي چې ٦٢ لوبغاړي يې سوځولي دي، په يوه لوبه کې د هغه غوره توپ اچونه د ١٨ منډو په بدل کې د ٥ لوبغاړو سوځول دي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د کرنټين دويمه ورځ، هغه په کرنټين کې څه کوي؟ ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې …