کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د اسټراليا لوبډلمشر ارون فنچ ٣٤ کلن شو
ارون فنچ

د اسټراليا لوبډلمشر ارون فنچ ٣٤ کلن شو

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکى ارون فنچ ٣٤ کلن شو. نوموړى چې په ١٩٨٦ کال کې د نومبر په ١٧مه نېټه په ويکټوريا کې زېږېدلى دى، د اسټراليا يو له مخکښو لوبغاړو څخه دى.

ارون فنچ په ټاپ ارډر توپوهنه ترسره کوي، چې تراوسه پورې يې په نړيوالو سياليو کې ١٨ سليزې هم وهلي دي.

ارون فنچ د نړيوالو شل اوريزو لوبو په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې منډې هم ترلاسه کړې دي، هغه په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د اسټراليا دويم توپوهونکى دى چې زياتې منډې يې کړي دي او د ٢٠١٥ کال د نړيوال جام اتل هم دى.

په ٢٠١٨ کال کې د جولاى په ٣مه نېټه اسټراليا د زمبابوې پر وړاندې لوبه ترسره کوله، چې ارون فنچ پکې په ٧٦ توپونو ١٧٢ منډې وکړې، هغه ١٠ شپږيزې او ١٦ څلوريزې ووهلې او د نړيوالو شل اوريزو لوبو تر ټولو زياتې منډې يې وکړې.

له هغه وروسته د افغانستان حضرت الله ځاځى راځي چې ١٦٢ ناسوځېدلې منډې يې کړې دي او دريم نوم بيا د ارون فنچ دى چې ١٥٦ منډې يې د انګلستان پر وړاندې ترسره کړې دي.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د اسټراليا لپاره تر ټولو زياتې منډې ډيويډ وارنر کړي دي، هغه ٢٢٦٥ منډې ترلاسه کړې دي او له هغه وروسته بيا ارون فنچ دويم توپوهونکى دى چې ٢١١٤ منډې يې کړې دي، بل اسټراليايي توپوهونکي د ٢٠٠٠ منډو هدف نه دى پوره کړى.

ارون فنچ د نړۍ په ټولو سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي، چې په دې وروستيو کې په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لپاره ولوبېده.

نوموړي د اسټراليا لپاره ٥ ټېسټ، ١٢٩ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٤ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په ټېسټ کې ٢٧٨، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٤٩٨٣ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٢١١٤ منډې ترلاسه کړې دي. نوموړي په نړيوالو سياليو کې ١٨ سليزې او ٣٩ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

نوموړي تراوسه پورې ٢٩٩ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ٩٣٠٧ منډې يې ترلاسه کړې دي، ٨ سليزې او ٦١ پنځوسيزې يې وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډواين براوو

د براوو ٣٧مه کليزه: يوازينى لوبغاړى چې شل اوريزو لوبو کې يې ٥٠٠ ويکټې اخيستي

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مخکښ الراونډر او د شل اوريزو لوبو يو …