کورپاڼه / بېلا بېل / آیا له فضایي سفر وروسته سفر کوونکي مذهب او دین ته مایله وي؟
خلاباز

آیا له فضایي سفر وروسته سفر کوونکي مذهب او دین ته مایله وي؟

د امریکا د فضایي ادارې ناسا سربېره په ټوله نړۍ کې مختلفې فضایي ادارې فضا ته په سفر او څېړنو بوختې دي. چې په دې سره فضا ته تلوونکی شخص د ځمکې د اوسیدونکو پر وجود د اغېزو ښېندل په ځیر سره مشاهده کوي.

تر ډېره داسې هم شوي، چې فضا ته د سفر کوونکی شخص په بدن او دماغو بېلابېلې اغېزې تر سترګو شوي وي او ځمکې ته په راتلو سره بیاهم تر ډېره دوام ولري. سربېره پردې د دوی په ذهن او روان کې هم یو څه بدلونونه رامنځته کېږي.

ځینو نړیوال راپورونه وایي، چې فضا ته تلوونکی شخص د خپل سفر په دوران کې مذهب او دین ته هم مایله کېږي.

فضا ته لومړنی امریکایې سفر کوونکی (جان ګلین)، چې فضا ته د سفر کوونکو څخه یې دریم کس دی، په خپله انټروي کې وایي، چې نوموړی کوم مذهبي انسان نه و، خو چې فضا کې و نو په منظم ډول یې عبادت کاوه. نوموړی وایي، چې دا ناممکنه ده چې ته د عقل څخه ماورا په یو داسې ځای کې یې او د کایناتو نه معلومېدونکی پراخوالی ګورې او په دې حال کې خدای یاد نه کړې. که تاسې په خدای باور هم نه لرئ نو په داسې وختونو کې به پخپله پرې باوري شئ.

په ۱۹۶۸ کال د اپلو په اتم ماموریت سپوږمۍ ته تلوونکي امریکایي او انګلیستاني سفر کوونکي خپل منزل ته په رسېدو د انجیل تلاوت وکړو او ټولې نړۍ په تلویزون ولېدل.

دغه راز پر سپوږمۍ د لومړي قدم ایښودنکو انسانانو نیل ارمسټرونګ او بز الډرن هم سپوږمۍ ته په رسېدو پر سینه د صلیب نښه جوړه او عبادت یې وکړو.

په کال ۱۹۸۵ د سعودي عربستان شهزاده سلطان بن سلمان بن عبدالعزیر لومړنی مسلمان و، چې فضا ته یې سفر وکړو، نوموړی د ځمکې له مداره تاو او د قرآن ایاتونه یې تلاوت کړل.

ویل کېږي د فضایي سفر وروسته فضا ته د تلوونکو اشخاصو په ژوند کې لوی بدلون راځي. د یو راپور پر وینا، چې فضا ته تلوونکي اشخاص له تقاعد وروسته په مذهبي څېړنو پیل کوي. دغه راز ناسا هم په یو راپور کې ویلي ول، چې له فضا څخه بېرته راتلوونکي اشخاص د انسان د خوشحالۍ او مذهب پر لور مایله کېږي.

له ځمکې لرې په یو تیاره او نامحدوده فضا کې اوسېدل، دا احساس پیدا کوي، چې خدای د ځمکې په څېر نعمت راکړی دی.

ډېری فضایي سفر کوونکي پخپلو انټرویو کې وایي، چې دوی له جنګونو او وینې تویونې څخه کرکه کوي او غواړي چې د نړۍ ټول انسانان په مینه او محبت ژوند وکړي. دوی دا هم وایي، چې غواړي د نړۍ د شتمنو او هغه خلکو سره هم مرسته وکړي، چې په ستونزو کې را ګېر وي، ځکه چې ټول انسانان یوه کورنۍ ده، چې خدای ج ځمکې ته را استولي.

ډېری فضایي سفر کوونکی وایي، چې د ځمکې غوندې نعمت سره سره نفرت کړل، یو له بله کم ګڼل او د ځمکې ښکلا له منځه وړل نا شکري ده. ځمکه د ټولو انسانانو سرمایه ده او ټول یې باید قدر وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د يمن واده

ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟

په ځينو هېوادونو کې چاته يوه ښځه نه رسېږي او نارينه يې بې واده ګرځي، …