کورپاڼه / خبرونه / ويسټ انډيزي لوبغاړي نيکولاس پوران کوژده وکړه
نيکولاس پوران

ويسټ انډيزي لوبغاړي نيکولاس پوران کوژده وکړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسي چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي نيکولاس پوران له خپلې ملګرې اليسا ميګيل سره کوژده وکړه.

تېرې دوه مياشتې د نيکولاس پوران لپاره يو څه مصروفه او مشکلې وې، ځکه دوه مياشتې نوموړى د اى پي ايل په سخت احتياطي تدابير يا Bi-secure bubble کې و. نوموړى د ٢٠٢٠ کال هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره ولوبېده، چې کى ايل راهول يې لوبډلمشر و، دا سيالۍ سږکال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې.


که څه هم د کنګز اليون پنجاب لوبډلې پلى اف پړاو ته لار پېدا نه کړه، خو نيکولاس پوران په ځينو لوبو کې ښه لوبه ترسره کړه او د کنګز اليون پنجاب لپاره يې بريالۍ لوبې ترسره کړې. هغه د توپوهنې تر څنګ په ډګرساتنه کې هم وځلېده او ځينې داسې توپوهنه يې هم له باونډرۍ راوګرځول چې د هند پخواني نامتو توپوهونکي سچن ټنډولکر يې هم ستاينه وکړه.

نيکولاس پوران په تېرو دوه کلونو کې د محدودو اورونو لوبو کې ځان غوره ثابت کړى دى.


نوموړي د ټولنيزو رسنيو په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې يو عکس خپور کړى دى. په دې عکس کې ليدل کېږي، چې نيکولاس پوران په ګونډو ناست دى او خپلې کوژدنې ته د کوژدې ګوتمه په لاس کوي.

نيکولاس پوران له دې عکس سره ليکلي دي، چې هغه په ډېر خوشحالۍ دا خبر ورکوي، چې له اليسا ميګيل سره يې کوژده وکړه.


نوموړي په ٢٠١٦ کال کې په لومړي ځل د ويسټ انډيز لپاره نړيواله لوبه ترسره کړې ده. هغه تراوسه پورې ٢٥ نړيوالې يو ورځنۍ او ٢١ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

نيکولاس پوران په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٩٣٢ او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٣٥٣ منډې ترلاسه کړې دي. هغه ١ سليزه او ٩ پنځوسيزې هم وهلي دي.

همدا راز نوموړي بيا په ١٥٢ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى، چې ٢٩٧٩ منډې يې ترلاسه کړې دي، په يوه لوبه کې يې زياتې ١٠٠ ناسوځېدلې منډې کړې دي، ١ سليزه او ١٥ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

کريم صادق

کریم صادق: د افغانستان یو مازیګری په پنځه براعظمو نه ورکوم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیلیز توپوهونکی کریم صادق وايي، چې هغه له افغانستان …