کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کريم صادق، سميع الله شينوارى او افتاب عالم هم د سريلانکا تجارتي ليګ کې اخيستل شوي
سميع الله شينوارى، افتاب عالم او کريم صادق

کريم صادق، سميع الله شينوارى او افتاب عالم هم د سريلانکا تجارتي ليګ کې اخيستل شوي

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې درې نور افغان لوبغاړي هم اخيستل شوي دي، چې په دوى کې کريم صادق، سميع الله شينوارى او افتاب عالم شامل دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق په لنکا پريمئير ليګ کې د کولمبو کينګز لوبډلې اخيستى دى، چې نن په يادو سياليو کې د ګډون په موخه سريلانکا ته روان شو.

کريم صادق

په کولمبو کينګز لوبډله کې د افغانستان ورو توپ اچونکى قېس احمد هم لوبېږي، چې نوموړى هم نن د سريلانکا هېواد پر لور روان شوى دى.

همدا راز د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى افتاب عالم او الراونډر لوبغاړى سميع الله شينواري هم په يادو سياليو کې اخيستل شوي دي. دواړه لوبغاړي د ډمبوله وايکينګ لوبډلې له لوري اخيستل شوي دي، چې دوى په هم ژر د سريلانکا پر لوري لاړ شي.

له دوى پرته بيا نوين الحق او رحمان الله ګربز هم سريلانکا ته تللي دي، چې دواړه به د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره ولوبېږي او حضرت الله ځاځى بيا د ګال ګليډيټرز لوبډلې لپاره لوبېږي.

د يادولو وړ ده چې کريم صادق له تېرو څو کلونو راهيسې د ملي لوبډلې لپاره په کومه لوبه کې ګډون نه دى کړى، هغه په تېرو شپږيزو سياليو کې د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر و، چې لوبډلې يې پلى اف پړاو ته لار پېدا نه کړه.

کريم صادق څو مياشتې وړاندې اعلان وکړ، چې د نړيوالو لوبو په ګډون له هر ډول کرکټ څخه استعفا اعلانوي او نور به د نوو ځوانانو د روزنې په برخه کې کار وکړي.

ويل شوي و، چې په يو پروګرام کې به په رسمي ډول کريم صادق استعفا ورکړي، خو نوموړي تراوسه پورې په رسمي ډول استعفا نه ده ورکړې او له شپږيزې ليګ وروسته دا دى اوس د لنکا پريمئير ليګ کې هم لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او ميروېس اشرف

محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر …