کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان د سلمان خان په فلم کې د پښتون کردار لوبوي
سلمان خان او شاه رخ خان

شاه رخ خان د سلمان خان په فلم کې د پښتون کردار لوبوي

د هندي سينما مشهور هنرمندان شاه رخ خان او سلمان خان د يو بل په راتلونکو فلمونو کې کار کوي. شاه رخ خان به د سلمان خان په فلم کې د يو پښتون په بڼه کې کار وکړي او سلمان خان به هم بيا د شاه رخ خان په راتلونکي فلم کې کار وکړي.

شاه رخ خان چې په ٢٠١٨ کال کې يې وروستى فلم (زيرو) خپور شوى و، تراوسه يې بل فلم نه دى راغلى، د هغه راتلونکى فلم د (پټان) په نوم دى، چې مينه وال يې ورته ډېر په تمه دي او په ٢٠٢١ کال کې به نندارې ته وړاندې شي.

شاه رخ خان

همدا راز سلمان خان بيا په (ټايګر ٣) فلم کې کار کوي، چې دا فلم د (ايک تها ټايګر) او (ټايګر زنده هى) فلمونو د لړۍ بل فلم دى، چې ښايي په راتلونکي کال کې نندارې ته وړاندې شي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، شاه رخ خان به د سلمان خان په فلم (ټايګر ٣) کې د خپل فلم (پټان) يو کردار ولوبوي، چې هغه به پکې د پښتون په بڼه راڅرګند شي.

همدا راز بل لوري ته سلمان خان هم د خپل فلم (ټايګر ٣) کردار يوه کوچنۍ برخه د شاه رخ خان په فلم (پټان) کې کردار ادا کړي او ويل کېږي چې د ١٢ ورځو لپاره به د شاه رخ خان د فلم لپاره ثبت وکړي.

سلمان خان

شاه رخ خان او سلمان خان د هندي سينما دوه مشهور هنرمندان دي، چې نه يوازې فلمونه يې ډېر مينه وال لري، بلکې د دوى فلمونه په ډېره لويه بوديجه هم جوړېږي.

په ځينو راپورونو کې ويل شوي دي، چې شاه رخ خان په روانه مياشت (نومبر) کې د (پټان) فلم ثبت پيلوي او په دې فلم کې د شاه رخ خان سره دپيکا پاډوکون او جان ابراهام هم کار کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاه رخ خان او اکشى کمار

شاه رخ خان له اکشى کمار سره ولې په فلم کې کار نه کوي؟

د هندي سينما مشهور هنرمند شاه رخ خان د اکشى کمار سره د کار نه …