کورپاڼه / روغتيا / که په پوستکي مو دا درې ډوله نښې څرګندې شوې، نو پوه شئ چې شکر یئ!
پوستکى

که په پوستکي مو دا درې ډوله نښې څرګندې شوې، نو پوه شئ چې شکر یئ!

شکر یوه داسې ناروغي ده، چې په ډېره خاموشۍ د انسان دننه دام غوړوي او د بدن د غړو سره سره پوستکی هم اغېزمن کوي. د شکر ناروغۍ ځینې نښې یا له ناروغۍ مخکې یا هم وروسته په پوستکي را ښکاره کېږي، چې پر وخت یې غم نه کول، نور ستونزې هم راولاړولی شي.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې له تېرو څو کلونو څخه د شکر ناروغان ډېر شوي او سبب یې دا ښودلی چې دوی نا مناسبه خواړه او غیر فعال ژوند کوي. دا ناروغي په هر عمر کې پېښېدلی شي او ددې ناروغۍ لومړنۍ نښې پر پوستکي ښکاره کېږي.

پر پوستکي د شکر د ناروغۍ نښې

۱- د پوستکي غټېدل او سختېدل: که چېرته مو حس کړه چې د لاسونو یا پښو د ګوتو پوستکی مو غټ یا سخت شوي دی، نو ځنډ مه کوئ. ددې نښې مطلب دا هم کېدلی شي چې تاسې دې د شکر په ناروغۍ اخته وئ او بې پروا کول مو له نورو ستونزو مخامخ کوي. سربېره پردې د مټ پوستکی سوځېدل له خطرناکو نښو نښانو څخه ګڼل کېږي. نو اړینه ده چې د شکر ناروغان خپل پوستکي ته پاملرنه وکړي، ځکه چې ددې ناروغۍ زیاتره نښې، نښې په پوستکي څرګندېږي.

۲- پوستکي اچول یا پوستکي کول: که چېرته مو لاسونو، پښو، مټ او … پوستکي اچول پیل کړل، نو ډېر خطرناک ثابتېدلی شي.

۳- تر ډېره د زخم نه ښه کېدل: که چېرته مو زخم ژر نه روغېږي، وینه کوي او زخم شړېږي نو دا د شکر د ناروغۍ تر ټولو خطرناکه نښه کېدلی شي. په داسې حالاتو کې باید سمدستي ډاکتر ته لاړ شئ. که چېرته مو شکر معلوم وي نو د روغتیایي کارکوونکو په مرسته ښه خواړه وخورئ. خو که له دې ناروغۍ بې خبره وئ نو خپل شکر مو وګورئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د مڼې پوستکي

د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې

د انګلیسي ژبې یو مشهور متل دی، چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکتر …