کورپاڼه / خبرونه / افغانستان يو ځل بيا د ايرلېنډ کوربه توب کوي
اصغر افغان

افغانستان يو ځل بيا د ايرلېنډ کوربه توب کوي

د افغانستان کرکټ بورډ يو ځل بيا د ايرلېنډ ملي لوبډلې کوربه توب کوي، چې د افغانستان په کوربه توب به د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ ٣ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې وايي: ((افغان ملي لوبډله به د راتلونکي ٢٠٢١ زيږديز کال د جنورۍ مياشتې په ١٨مه، ٢١مه او ٢٣مه نېټه د ايرلېنډ ملي لوبډلې پر وړاندې درې يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کړي چې کوربه توب يې د افغانستان پر غاړه دى.))

کرکټ بورډ وايي: ((يادې لوبې د ٢٠٢٣ز کال د يو ورځنيو نړيوال جام لوبو ته د لارموندنې په موخه د دغه نړيوال جام د سوپر ليګ سياليو برخه دي.))

يادې سيالۍ د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي له لوري ترتيب شوي دي، چې د وخت او نېټې صلاحيت يې د افغانستان او ايرلېنډ کرکټ بورډ مسوولينو په غاړه دى.

اصغر افغان

سږکال هم افغانستان د ايرلېنډ کوربه توب کړى و او ٣ نړيوالې شل اوريزې سيالۍ يې ورسره ترسره کړې وې. د دې سياليو کوربه توب په اصل کې د ايرلېنډ په غاړه و، خو افغانستان نورې هېڅ لوبې نه درلودې او ايرلېنډ نه غوښتل چې يادې سيالۍ ترسره کړي، نو افغانستان کرکټ بورډ يې کوربه توب ته غاړه کېښوده.

د هغه وخت د افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس په خپلو خبرو کې ويلي و، چې دوى اوس د دې سياليو کوربه توب کوي او د راتلونکې لوبلړۍ کوربه توب، چې د افغانستان په غاړه دى، د هغې کوربه توب به ايرلېنډ ترسره کړي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ باندې له دې امله نيوکې کېږي، چې په تېرو دوه کلونو کې يې دا وړتيا پېدا نه کړه، چې له کومې لوبډلې سره نړيوالې سيالۍ برابرې کړي. افغانستان پرته د اى سي سي له سياليو نور هېڅ دا توان نه دى پېدا کړى، چې د نورو هېوادونو سره د لوبو لپاره خبرې وکړي او له بېلا بېلو لوبډلو سره لوبې ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډين جونز، هند او اسټراليا

د هند او اسټراليا لوبغاړي به د ډين جونز په ياد په لوبه کې په مټو تورې پټۍ وتړي

د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړي به د لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې …