کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې یو بل لوبغاړی هم غلو لوټلی
ميروېس اشرف، ضيا الرحمان اکبر او شرف الدين اشرف

د ملي لوبډلې یو بل لوبغاړی هم غلو لوټلی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي میرویس اشرف وروسته یو بل لوبغاړی هم غلو لوټلی او له کوره يې غلو دوه موټر بیولي.

د ملي لوبډلې لوبغاړي میرویس اشرف څو ورځې وړاندې په یو پوسټ کې لیکلي و، چې د کندوز د شیر خان بندر په لاره غلو ولوټل او هر څه یې ترې یوړل.

اوس تازه د افغانستان ورو توپ اچونکي ضیا الرحمان اکبر ویلي دی، چې غلو یې له کوره دوه موټر بیولي دي.

ضیا الرحمان اکبر په خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي دي: ((افغانستانه خدای دې مل شه. غلو دوه موټره زموږ له کوره وړي دي.))

نوموړي له یاد پوسټ وروسته په یو بل پوسټ کې لیکلي دي چې هغه او د کورنۍ نور غړي يې روغ دي او چاته زیان نه دی رسیدلی.

نوموړي په خپلو دواړو پوسټونو کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح مینشن کړی دی.

د ضیا الرحمان اکبر یاد پوسټ د ملي لوبډلې لوبغاړي شرف الدین اشرف هم خپور کړی دی او ورسره يې لیکلي دي، چې کابل نور د ژوند کولو جوګه نه دی.

هغه وايي، چې د ملي لوبغاړو کورونه هم خوندي نه دي، نو دوی څنګه په خپل هېواد کې ژوند وکړي.

د یادولو وړ ده چې دا په دې وروستیو څو ورځو کې دویمه پېښه ده چې د ملي لوبغاړو سره ترسره شوه.

لومړی میرویس اشرف چې په کندوز کې ژوند کوي، د لارې په سر لوټل شوی دی او اوس د ضیا الرحمان اکبر له کوره موټر غلا شوي دي.

یاده دې وي چې ۲۲ کلن ضیا الرحمان اکبر که څه هم تراوسه پورې د ملي لوبډلې لپاره کومه نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې، خو هغه د افغانستان الف، افغانستان ایمرجینګ او افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلو کې لوبېدلی دی.

د دې تر څنګ نوموړي د چټوګرام چېلنجرز، امو زون، مس عینک اتلان او مس عینک زون لپاره هم لوبې کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

مجيب الرحمان او اکشر پټيل

مجيب الرحمان هم د اکشر پټيل د توپ اچونې ستاينه وکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي اکشر پټيل د انګلستان پر وړاندې په دريمه …