کورپاڼه / روغتيا / څنګه د ژمي په موسم کې د ماشوم د روغتیا ساتنه وکړو؟
د ماشوم روغتيا

څنګه د ژمي په موسم کې د ماشوم د روغتیا ساتنه وکړو؟

د ژمي په موسم کې د نوو زېږېدلو ماشومانو ساتنه او روزنه ډېره اړینه وي. ځکه چې دوی ډېر ژر د ساړو تر اغیز لاندې راځي. که څه هم له موسمي اغېزو یې ژغورل ډېر ستونزمن کار وي خو نا ممکنه نه دی. د یو څو کارونو په کولو سره کولی شئ، چې خپل ماشوم له یادې ستونزې وژغورئ.

د ماشومانو ډاکتران وایي، چې ماشومان د روغتیایي ستونزو څخه د ژغورلو لپاره باید ځینې کارونه ترسره شي، ترڅو ماشوم له ساړو، تبې، نزلې، زکام او ټوخي څخه وژغورل شي.

د ماشوم روغتیا تر ډېره مور پورې اړه لري، که مېندې د ماشوم په روزنه کې په یو څو لارښوونو عمل وکړي، نو ډېر ګټور تمامېدلی شي.

څنګه د خپلو ماشومانو ساتنه وکړو؟

د ماشومانو ډاکتران وایي، چې د ماشوم په روزنه او ساتنه کې لومړی او مهم کار دا دی، چې خپل ماشوم پاک وساتو. د ژمي په سوړ موسم کې یې په تړمو اوبو ولامبوو او په ځانګړو تیلو یې ښه غوړ کړو او بیا یې لمر ته کینوو.

د ساړو څخه د ژغورلو لپاره ماشوم ته په دوامداره توګه ګرمې جامې مه ور اغوندئ، چې بیا خوله کېږي او د همدې خولې په سبب ماشوم ټوخېږي او ساړه یې وهي.

د ژمي په موسم کې ماشومان د اوبو له کمښت څخه وژغورئ او د لنډې ـ لنډې مودې وروسته ورته نیمې ګرمې اوبه ورکړئ، ترڅو یې د بدن اوبه کمې نه شي.

د ساړو څخه د ژغورلو لپاره هره ورځ ماشوم ته لږ شات ورکړئ. هر وخت بخارۍ لګېدلې مه پرېدئ ځکه چې ماشوم ته زیان اړوي. د شپې پر مهال د تل لپاره ماشوم ته وچ پمپر ور واغوندئ او له شپږو تر اتو ساعتونو وروسته یې ور بدل کړئ.

که چېرته ماشوم درنه سړو ووهو او رنګ یې سور واوښت، نو داسې توکي ورته استعمال کړئ، چې ویټامین ای او ډي ولري یا په ځانګړي ډول ماشوم ته جوړ شوي وي.

کومې مېندې چې ماشوم ته شېدې ور کوي، ورته پکار دي چې خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي، یعنې د ژمي په موسم کې دې له سړو اوبو، سړو څښاکو او له سړو شیانو څخه ځان وساتي.

څنګه د ماشوم د پوستکي ساتنه وکړو؟

د ژمي په موسم کې د ماشوم د پوستکي ساتنې لپاره ډېره پاملرنه وکړئ. د ژمي موسم پوستکی وچوي چې بیا خارښت پیدا کوي او د پوستکي د نمۍ د کمښت سبب ګرځي.

د ځینو کارونو په ترسره کولو کولی شئ، له یادو ستونزو وژغورل شئ.

Moisturizing

ماشوم د لامبولو وروسته سمدستي بهر مه وباسئ، بلکې په ټول بدن یې Moisturizing ووهئ یا یې د زیتونو په تیلو غوړ کړئ.

د ژمي په موسم کې د ماشومانو جامې

د ژمي په موسم کې ماشوم ته ګرمې جامې ور واغوندئ، خو دومره ګرمې هم نه، چې ماشوم پکې خوله شي. د ماشومانو د پوستکي سره برابر، نرم او ګرم لباس ور واغوندئ، ځکه چې د ژمي په موسم کې د ماشوم پوستکی نور هم نرمېږي.

مېندې هم باید ګرمې جامې واغوندې او وچ مېوه دې د خوراک برخه وګرځوي، ځکه چې که مېندې د ښې روغتیا لرونکي وي نو ماشوم هم د ښه روغتیا څښتن کېدلی شي.

دا خبره هم په یاد لرل پکار دي، چې د ژمي په موسم کې د ماشوم بستره لمده نه وي، که چېرې لمده وي نو د سختې ناروغۍ امکان یې هم پېښېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

مخ وينځل

څو ځلې باید په ورځ کې مخ ومینځل شي؟

ډېری خلک دا فکر کوي، چې په ورځ کې چې څومره مخ ومینځي، هومره به …