کورپاڼه / خبرونه / شکېب الحسن د هندوانو په مراسمو کې له ګډون وروسته بخښنه وغوښته، خو ولې؟
شکېب الحسن

شکېب الحسن د هندوانو په مراسمو کې له ګډون وروسته بخښنه وغوښته، خو ولې؟

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مشهور الراونډر لوبغاړي شکېب الحسن په هند کې د هندوانو په ځينو مراسمو کې ګډون کړى و، چې د خلکو له نيوکو وروسته يې له خلکو څخه بخښنه وغوښته.

شکېب الحسن چې تېر کال پرې يو کلن بندېز له دې امله لګېدلى و، چې هغه سره د لوبو د فيکس کولو لپاره ځينو خلکو اړيکې نيولې وې، خو نوموړي يې په وخت اى سي سي او بنګله دېش کرکټ بورډ ته معلومات نه و ورکړي.

د شکېب الحسن ياد بندېز پاى ته رسېدلى دى. نوموړي تازه د هند په کلکته ښار کې د هندوانو په ځينو مراسمو کې ګډون وکړ، چې له هغه وروسته په ټولنيزو رسنيو کې پرې سختې نيوکې وشوې.

ويل کېدل چې شکېب الحسن د هندوانو په مذهبي مراسمو کې ګډون کړى دى او د دغه مذهبي مراسمو د افتتاح يې کړې ده، له دې امله پرې خلک نيوکې کوي.

د بنګله دېش عالمانو په دې اړه ويلي دي، چې شکېب الحسن ته نه دي پکار چې د نورو دينونو د خلکو په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي.

شکېب الحسن له دې وروسته په انلاين بڼه له خلکو څخه بخښنه وغوښته او وې ويل چې هغه يوازې دوه دقيقو لپاره دغه ځاى ته ورغلى و او هغه د مذهبي مراسمو افتتاح هم نه ده کړې.

شکېب الحسن همدا راز وويل، چې د يوه باشعوره مسلمان په توګه ما بايد دا کار نه واى کړى، زه د دې لپاره بخښنه غواړم. هغه وايي، چې زه مسلمان يم او د يوه مسلمان په حېث په خپلو ديني احکامو عمل کوم، نو که ما کومه تېروتنه کړي وي، ماته بخښنه وکړئ.

د يادولو وړ ده چې شکېب الحسن ته ځينو خلکو اخطارونه هم ورکړي او د بنګله دېش پوليس وايي، چې دوى اوس د هغه کسانو په لټه کې دي.

ياده دې وي چې په شکېب الحسن په ٢٠١٩ کال کې يو کلن بندېز د اى سي سي له لوري لګېدلى و، چې دغه بندېز د اکتوبر په مياشت کې پاى ته ورسېد.

Loading...

دا هم ولولئ

فخر زمان

فخر زمان کرنټين او د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو بهر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى فخر زمان د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو …