کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بابر اعظم د کراچۍ کنګز لوبډله اتلولۍ ته ورسوله
بابر اعظم

بابر اعظم د کراچۍ کنګز لوبډله اتلولۍ ته ورسوله

د پاکستان سوپر ليګ پنځم پړاو کې بابر اعظم د کراچۍ کنګز لوبډله اتلولۍ ته ورسوله. کراچۍ کنګز په پايلوبه کې د لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د پاکستان سوپر ليګ يا پي ايس پايلوبه د لاهور قلندرز او کراچۍ کنګز لوبډلو ترمنځ د کراچۍ په ملي لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې لاهور قلندرز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

لاهور قلندرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې تميم اقبال ٣٥، فخر زمان ٢٧، سهيل اختر ١٤ او ډيويډ ويس ١٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کراچۍ کنګز له لوري وقاص مقصود، ارشد اقبال او عميد اصف ښه توپ اچونه ترسره کړه، درې واړو ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې، ١ ويکټ عماد وسيم هم واخيسته.

د ١٣٥ منډو هدف د کراچۍ کنګز لوبډلې په ١٨.٤ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د پنځه ويکټو په توپير يې پايلوبه کې بريا خپله کړه او د پاکستان سوپر ليګ اتلولي يې خپله کړه.

د کراچۍ کنګز له لوري بابر اعظم ٦٣ ناسوځېدلې، چاډويک والټن ٢٢، شرجيل خان ١٣، اليکس هيلز ١١ او عماد وسيم ١٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لاهور قلندرز له لوري دلبر حسېن او حارث روف ٢-٢ او سميت پټيل ١ ويکټ واخيسته.

د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه بابر اعظم ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې د کراچۍ کنګز لوبډله په لومړي ځل پايلوبې ته رسېدلې وه او په لومړي ځل يې اتلولي خپله کړه. تر دې مخکې په پي ايس ايل کې دوه ځلې د اسلام اباد يونايټيډ، يو ځل پېښور زلمي او يو ځل کوټه ګليډيټرز د پي ايس ايل اتلولي خپله کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيويډ ويس

د پي ايس ايل پايلوبه کې به لاهور قلندرز د کراچۍ کنګز سره مخ شي

د لاهور قلندرز توپوهونکو او توپ اچونکو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د …