کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټويټر هم د فېسبوک په پل روان شو
ټويټر

ټويټر هم د فېسبوک په پل روان شو

د ټولنيزو رسنيو مشهورې وېبپاڼې ټويټر هم د فېسبوک په پل روان شو. ټويټر د خپلو کاروونکو لپاره د فېسبوک، انسټاګرام او سنېپ چېټ په ډول د (سټوري فيچر) يا د سټوري ځانګړتيا وړاندې کړه.

ټويټر چې د سټوري کومه برخه په خپله وېبپاڼه کې زياته کړې ده، هغې ته يې د (ټويټر فليټس) نوم ورکړى دى، چې اوس به د ټويټر کاروونکي وکولاى شي، چې د انسټاګرام، فېسبوک، سنېپ چېټ او وټساپ په څېر سټوري واچوي، چې دا به بيا ٢٤ ساعته وروسته په خپله ختمه شي.

د ټويټر شرکت د ټويټر کاروونکو لپاره په دې نوي فيچر کې دا برخه هم ورکړې ده، چې که يو څوک وغواړي د ټويټر فليټس له وخت نه مخکې ډيليټ کړي، هم يې کولاى شي.

د ټويټر مسوولينو د دې نوي برخې د زياتولو د هدف په اړه ويلي دي: ((د فليټس سره به د ټويټر کاوونکو دا مشکل حل شي او دوى ته به معلومات وشي، چې هغه کومو کسانو فالو کړي دي، هغه کسان اوس انلاين شته او که نه.))

دوى همدا راز زياتوي، چې د دې برخې زياتولو سره به د ټويټر کاروونکو فشار هم تر څه حده کم شي، ځکه چې سټوري به نه څوک ريټويټ کولاى شي او نه به يې هم څوک لايک کولاى شي، بلکې يوازې به يې خلک ګوري.

د ټويټر کاروونکي کولاى شي چې په سټوري کې متن، عکس، ويډيو يا هم کوم لينک واچوي، چې د دې سره به د ليکلو برخه هم ورته راځي.

په فليټس چې کوم څوک څه ليکي، هغه به نېغ په نېغه د ياد کس د پېغام برخې ته ځي او په فليټس به يوازې هغه خلک کمنټ وکولاى شي، چې ياد کس يې فالو کړى وي.


د انسټاګرام او فېسبوک په څېر به د ټويټر سټوري يا فليټس هم په لومړي سر کې راښکاره کېږي.

د ټېکنالوژۍ په اړه نظر لرونکي خلک وايي، چې ټويټر د انسټاګرام، فېسبوک او سنېپ چېټ په ډول په سټوري کې د لايف ويډيو راوستلو په برخه هم کار روان کړى دى او په بله مرحله کې غواړي چې سټيکر هم د خپلو کاروونکو لپاره زيات کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

پيشو ٢

د اپلیکیشن په وسیله د پیشو په غږ پوهېدل ممکن شول

د حیواناتو په ژبه د پوهېدلو هڅې له کلونو کلونو څخه رواني دي، چې دوی …