کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او ايرلېنډ لوبې او بيګ باش سيالۍ، د راشد، نبي او مجيب لپاره نوى سردردى؟
راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان

د افغانستان او ايرلېنډ لوبې او بيګ باش سيالۍ، د راشد، نبي او مجيب لپاره نوى سردردى؟

د کرکټ مشهوره وېبپاڼه کريک انفو په يوه ليکنه کې وايي، د اسټراليا تجارتي سيالۍ بيګ باش ليګ چې د دسمبر په مياشت کې پيلېدونکى دى، يو شمېر افغان لوبغاړي هم پکې لوبېږي، خو په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ په جنورۍ مياشت کې اعلان کړه.

دا اوس د هغه لوبډلو، چې افغان لوبغاړو ورسره قرارداد کړى دى او په خپله افغان لوبغاړو ته يو سردردى دى.

د افغانستان ملي لوبډلې درې مهم لوبغاړي راشد خان له اډلايډ سټرايکرز، مجيب الرحمان له بريسبين هيټ او محمد نبي د ميلبورن رينيګاډز لوبډلو سره د بيګ باش د ټولو سياليو لپاره قرارداد کړى دى او د کريک انفو د راپور په وېنا، د ميلبورن سټارز لوبډله پلان لري، چې په همدې روانه اونۍ کې د ظاهر خان سره هم تړون وکړي.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ په ابوظهبي کې ترسره کېږي، چې د جنورۍ په ١٨، ٢١ او ٢٣ نېټو باندې به ترسره شي.

بل لوري ته د بيګ باش هر لوبغاړى چې اسټراليا ته ورځي، هلته به لومړى ١٤ ورځې کرنټين کېږي، بيګ باش د دسمبر په ١٠مه پيلېږي او د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

ظاهر خان که څه هم تراوسه پورې يوازې يوه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د افغانستان لپاره ترسره کړې ده، خو مجيب، نبي او راشد بيا د افغانستان د يو ورځنيو لوبو مهم لوبغاړي دي.

د ايرلېنډ او افغانستان ترمنځ ترسره کېدونکې لوبې د اى سي سي نړيوال جام د سوپر ليګ سياليو برخه دي او دا سيالۍ د دواړو لوبډلو لپاره ډېرې مهمې دي.

نور احمد لکڼوال چې په بيګ باش سياليو کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې ورسره تړون کړى دى، دا يوازې د لومړيو لوبو لپاره دى او نور احمد بيا تراوسه پورې د افغانستان لپاره کومه نړيواله لوبه نه ده ترسره کړې، نو هغه ته هېڅ مشکل نشته.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي څو ورځې وړاندې ويلي و، چې د افغانستان د نړيوالو لوبو او ليګونو پر مهال هېڅ افغان لوبغاړي ته به اجازه ور نه کړي، چې هغه دې په نورو تجارتي ليګونو کې برخه واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډين جونز، هند او اسټراليا

د هند او اسټراليا لوبغاړي به د ډين جونز په ياد په لوبه کې په مټو تورې پټۍ وتړي

د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړي به د لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې …