کورپاڼه / جالب / ټک ټاک يو بې کوره سړى شتمن کړ، اوس د سلګونو زرو ډالرو کور کې اوسېږي
امريکايي ټک ټاکر

ټک ټاک يو بې کوره سړى شتمن کړ، اوس د سلګونو زرو ډالرو کور کې اوسېږي

د چين مشهور اپليکېشن ټک ټاک په ټوله نړۍ کې ځوانانو ته دا يو چانس برابر کړى دى، چې خپلې وړتياوې نړۍ ته ښکاره کړي او خپل ځان په خلکو ومني، موږ داسې ډېر خلک وليدل، چې د دې اپليکېشن په مرسته ډېر ژر ترې مشهور ستوري جوړ شو او په ميليونونو خلکو وپېژندل.

اوس يو امريکايي سړى چې بې کوره و، خو ټک ټاک شتمن کړ او اوس نه يوازې دا چې خپل ګرانبيه کور لري، بلکې ډېرې پېسې يې هم ترلاسه کړې.

د مېل انلاين وېبپاڼې د راپور په وېنا، دا امريکايي ناتن اپوډيکا نومېږي چې ٣٧ کاله عمر لري، يو وخت دا سړى ډېر غريب او بې کوره و. هغه په ټک ټاک کې اکاونټ جوړ کړ او يوه ويډيو يې دومره ډېره مشهوره شوه، چې د هغه اکاونټ هم ډېر مينه وال پېدا کړل.

تراوسه پورې ناتن له ټک ټاک څخه په سلګونو زره ډالر ګټلي دي او تېرو ورځو کې هغه د امريکا په ايډاهو ايالت کې د ٣٢٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت کور واخيست او د دې کور لپاره هغه ټولې پېسې په نغدو کې ورکړې.

په دغه راپور کې د ناتن په ټک ټاک کې د مشهورېدو کيسه څه په دې ډول شوې ده:

ناتن په يو شرکت کې کار کاوه، د سپتمبر په مياشت کې هغه کار ته روان و چې موټر خراب شو او هغه مجبوره شو چې پياده روان شي. په لاره کې هغه يوه ويډيو جوړه کړه او په ټک ټاک کې يې خپره کړه.

په دې ويډيو کې هغه په يوه سندره باندې يوازې خوله خوځوي. د هغه دا ويډيو ډېره لاس په لاس شوه، چې تراوسه پورې ١١.٥ ميليونه کسانو کتلې ده.

د ناتن په دغه ټک ټاک اکاونټ تراوسه پورې ٥.٨ ميليونه کسانو فالو کړى دى او هغه اوس د ټک ټاک له لارې هره مياشت په سلګونو زره امريکايي ډالر ګټي.

Loading...

دا هم ولولئ

ماهي ١

د څلورو پښو او وړې پوزې لرونکی کب وموندل شو

د آبي موجوداتو (هغه موجودات چې په اوبو کې ژوند کوي) څېړونکي کارپوهان وایي، چې …