کورپاڼه / ليکنې / هغه ٧ کارونه چې سهار له راپاڅېدو وروسته بايد ونه شي
سهار راپاڅېدل

هغه ٧ کارونه چې سهار له راپاڅېدو وروسته بايد ونه شي

سهار وختي له راپاڅېدو وروسته لومړۍ څو دقيقې ډېرې مهمې وي او دا ستاسې د راتلونکې ټولې ورځې پيل وي. په دې وخت کې هغه کوم کارونه دي چې بايد ترسره نه شي؟

١-: له راويښېدو سره سم موبايل کارول

ډېرى خلک دا عادت لري چې له راويښېدو سره سم لومړى کار دا کوي چې خپل موبايل خلاصوي او ټولنيزې رسنۍ ګوري، تر څو معلومه کړي، چې د هغه د ويده کېدو پر مهال په نړۍ کې څه شوي دي. د دې ستر تاوان دا دى، چې سهار وختي ستاسې مازغه له منفي خبرونو، بېځايه تبليغاتو او داسې پېغامانو نه ډک شي چې د خپګان وړ وي، دا ستاسې ټوله ورځ اغېزمنولى شي.

د دې عادت نه د ځان خلاصولو لپاره دا کار وکړئ، چې موبايل مو له بسترې ډېر ليرې کېږدئ.

٢-: د الارم Snooze کول

موږ داسې ډېر خلک ليدلي دي چې سهار له راويښېدو وروسته الارم سنوز Snooze کړي، يعنې لس دقيقې وروسته يې کړي تر څو لږ نور خوب هم وکړي، بيا چې لس دقيقې وروسته يو ځل بيا د الارم غږ پيل شي، نو هغه يې بيا سنوز کړي او داسې ډېر په سختۍ له خوبه راپاڅېږي.

په داسې کولو ستاسې بدن يو ځل راويښېږي او بيا د دويم ځل لپاره د خوب يو نوي پړاو ته ورځي، پايله يې دا شي چې تاسې د دويم ځل يا دريم ځل پاڅېدو سره مو بدن لا ډېر ستړى شي.

موږ پورته مشوره درکړې ده چې موبايل مو له بسترې ليرې کېږدئ، نو د الارم لپاره موبايل مه کاروئ، بلکې د دې لپاره ساعت واخلئ، نن سبا ډېر ښه ډيجيټل ساعتونه په ارزانه بيه اخيستلى شئ.

٣-: د بسترې نه سمول

د (دي پاور اف هابيټ) (The Power of Habit) کتاب ليکوال چارلز ډوهګ وايي، چې سهار ستاسې د بسترې سمولو عادت يو داسې عادت دى چې ستاسې د ټولې ورځې کارونه په سمه توګه روان وي. دا چاره تاسې ته انرژي درکوي، چې خپل ورځني کارونه د يو روټين له مخې سم په مخه يوسئ.

٤-: په ډېرو تودو اوبو لامبل

يخني راغلې ده او له همدې امله خلک په ډېرو تودو اوبو لامبل خوښوي. خو پوهان وايي، چې که چېرته ماښام که په تودو اوبو ولامبئ، نو دا ستاسې ستړيا ختموي، خو سهار مهال په ډېرو تودو اوبو لامبل انسان ډېر ارامه او سستوي او بيا د دفتر، ښوونځي يا پوهنتون کومې مهمې پرېکړې چې تاسې کوئ، په هغې کې د مازغو چټکوالى ورکېږي.

٥-: په تياره کې ځان چمتو کول

د انسان په بدن کې يو داسې نظام شتون لري چې په رڼا کې فعالېږي او په تياره کې يې فعاليت کمېږي. کله چې تاسې سهار له راويښېدو وروسته په تېزه رڼا کې ځان تياروئ او سبانارى کوئ، نو ستاسې د بدن د ويښېدو سيسټم په پوره ډول فعالېږي او تاسې خپل ځان ډېر چټک احساسوئ او پوهنتون يا دفتر ته په ذهني او بدني ډول چمتو کېږئ.

خو که چېرته له راويښېدو وروسته ډېر ساعت په تياره يا نيمه تياره کې پاتې شئ، نو بدن مو فکر کوي چې اوس لمر نه دى راختلى او هغه سستېږي.

٦-: د کاليو او بوټانو انتخاب

ځينې پوهان وايي چې د انسان د ارادې قوت محدود دى، نو غوره خبره دا ده چې له ماښامه خپل کالي او بوټان انتخاب کړئ، تر څو سهار په دې چاره کې خپل مازغه مصرف نه کړئ، ځکه دا ستاسې د ورځې د پرېکړو صلاحيت متاثره کولى شي.

د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ وايي، چې هغه هره ورځ يو ډول بنيان اغوندي، تر څو سهار سهار يې په دې کار ذهني انرژي بېځايه مصرف نه شي او هغه دفتر ته له رسېدو وروسته خپله ذهني انرژي په مهمو پرېکړو کې وکاروي.

٧-: له راويښېدو سره سم تېز چاى او کافي څښل

د سهار پر مهال زموږ بدن يو هارمون اخراجوي چې کارټيسول ورته ويل کېږي. دا هارمون بدن ته چستي او انرژي ورکوي. خو په تېز چاى او کافي کې په دومره کچه کافين وي، چې هغه د کارټيسول په راپېدا کېدو کې ستونزې جوړوي. نو که چېرته سهار کې تاسې د کافي څښلو عادت لرئ، نو هڅه وکړئ چې له ٩:٣٠ بجو وروسته يې وڅښئ. کارټيسول په قدرتي ډول تاسې تازه کوي.

ژباړه: رحمت ديوان

Loading...

دا هم ولولئ

فرهان يوسفزى (2)

د کرکټ بورډ ناکامه رييس فرهان يوسفزي ته ولې ستاينليک ورکړل شو؟

پرون د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون له لوري څلورم کانګريس ترسره شو، چې په …