کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بيګ باش: ظاهر خان د ميلبورن سټارز لوبډلې واخيست
ظاهر خان

بيګ باش: ظاهر خان د ميلبورن سټارز لوبډلې واخيست

د افغانستان ځوان سپينر توپ اچونکى ظاهر خان د بيګ باش سياليو لپاره د ميلبورن سټارز لوبډلې واخيست. د ميلبورن سټارز لوبډلې د ظاهر خان يو عکس په ټويټر کې خپور کړى دى او ليکلي يې دي، چې د افغانستان ظاهر خان يې د راتلونکي پړاو بيګ باش سياليو لپاره واخيست.

ميلبورن سټارز لوبډله وايي، چې ٢١ کلن چپ لاسى توپ اچونکى په د بيګ باش د ټولو سياليو لپاره له دوى سره وي. د ظاهر خان تر څنګ ميلبورن سټارز دوه نور بهرني لوبغاړي، د انګلستان جوني بيريسټو او د ويسټ انډيز نيکولاس پوران هم اخيستي دي.

ظاهر خان په تېر بيګ باش سياليو کې د بريسبين هيټ لوبډلې اخيستى و، چې د يادې لوبډلې لپاره يې ٨ لوبې ترسره کړې وې او ٨ ويکټې يې ترلاسه کړې وې.

ظاهر خان وايي، چې هغه ډېر خوشحاله دى چې په راتلونکي پړاو بيګ باش ليګ کې به د ميلبورن سټارز لوبډلې لپاره ولوبېږي. هغه وايي چې د دې لوبډلې سکواډ ډېر قوي دى او زه له يادې لوبډلې مننه کوم چې ماته يې دا چانس راکړ چې د دوى برخه شم. نوموړى وايي، موږ به يو بريالى پړاو ولرو.


د ميلبورن سټارز لوبډلې روزونکي ډيويډ هسي هم بيا د ظاهر خان ستاينه کړې ده او ويلي يې دي، چې د هغه په ګډون سره به دوى د توپ اچونکو ډېره ورايټي ولري، ځکه دوى سره نور ښه توپ اچونکي هم دي.

د يادې لوبډلې جنرل منيجر نک کومنز وايي، چې موږ د راتلونکي پړاو لپاره د نړۍ غوره شل اوريز لوبغاړي راغونډوو او ظاهر خان هم له دوى څخه يو دى، چې تر څنګ به يې افغانان هم د ميلبورن لوبډلې ملاتړ وکړي.

ظاهر خان پکتين د افغانستان لپاره تراوسه پورې په ٢ ټېسټ او ١ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ګډون کړى دى. نوموړي د بنګله دېش پر وړاندې په ٢٠١٩ کال کې لومړۍ ټېسټ او د ايرلېنډ پر وړاندې يوازينۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه هم په همدغه کال کې ترسره کړې وه.

ظاهر خان

هغه په ټېسټ لوبو کې ٥ او په يوازينۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ٢ لوبغاړي سوځولي دي.

همدا راز نوموړي تراوسه پورې ٥٥ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ٦٧ ويکټې يې ترلاسه کړې دي. هغه په يوه لوبه کې د ١٩ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځولي دي، اوسط يې ٢٠.٦٨ دى او اکانومي يې بيا ٧.٠٠ ده.

نوموړى د بريسبين هيټ، جمايکا ټلاواس، کابل بازان، مس عينک زون او سينټ لوسيه زوکس لوبډلو لپاره هم لوبېدلى دى، هغه د ٢٠١٩ کال د اى پي ايل سياليو ته راجستان رايلز لوبډلې اخيستى و، خو له لوبو پيلېدو مخکې ټپي او بېرته هېواد ته راستون شوى و.

د يادولو وړ ده چې ظاهر خان پنځم افغان لوبغاړى دى چې د بيګ باش ليګ راتلونکو سياليو لپاره اخيستل کېږي. تر هغه مخکې راشد خان د اډلايډ سټرايکرز، محمد نبي د ميلبورن رينيګاډز او مجيب الرحمان د بريسبين هيټ لوبډلې له لوري اخيستل شوي دي، دا لوبغاړي د بيګ باش د ټولو سياليو لپاره اخيستل شوي دي، همدا راز کم عمره افغان لوبغاړى نور احمد لکڼوال هم بيا ميلبورن رينيګاډز لوبډلې اخيستى دى، چې هغه به د يادې لوبډلې په لومړيو لوبو کې ولوبېږي او ښايي بيا بېرته هېواد ته راستون شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډله

اى سي سي د هند کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي جريمه کړل

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي له لوري د هند کرکټ ملي لوبډلې …