کورپاڼه / بېلا بېل / ولې نارینه د ښځو په څېر د ساړو احساس نه کوي؟
ښځه (2)

ولې نارینه د ښځو په څېر د ساړو احساس نه کوي؟

د امریکا په میري لینډ پوهنتون کې د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د نارینه و او ښځینه و د بدن د تودوخې درجه سره توپیر لري.

څېړونکې وایي، چې د ښځینه و وجود د نارینه و په پرتله ډېره د تودوخې درجه لري او له خپلو باندینیو حالاتو څخه ډېر ژر اغېزمن کېږي.

د سعودي عربستان هیواد د (الرجل) په ژورنال کې په یو خپور شوي راپور کې څېړونکو ویلي، لکه څنګه چې د ښځینه و بدن په دوامداره توګه په تودوخه کې وي، کله چې بیا د ژمي موسم راځي یا سړه هوا لګېږي، نو دا هوا یا موسم په دوی ډېر اغېز کوي، خو بیا په نارینه کې دا احساس کم وي.

د نارینه او ښځینه د بدن د تودوخې د درجې توپیر:

روغتیایي کارپوهانو د نارینه و او ښځینه و د بدن د تودوخې د درجې د توپیر ځینې سببونه بیان کړي دي. دوی وایي، چې د ښځینه و د بدن د تودوخې درجه د نارینه و په پرتله درې درجې کمه وي.

نارینه د ښځو پرتله ۲۳ سلنه ښه خواړه خوري او د نارینه په بدن کې هډوکي ډېر او وازده کمه وي. عموماً هډوکي تودوخه پیدا کوي او وازده یې په بدن کې ساتنه کوي. خو بله خوا د ښځو بدن بیا ډېره وازده لري او هډوکي یې کمزوري وي.

دغه راز د بدن غټوالی هم د ساړو د احساس په وړاندې کړنه ترسره کوي. یعنې که هر څومره بدن غټ وي په هماغه اندازه به له ساړو په امان وي، چې په عمومي توګه د نارینه و بدن د ښځو په پرتله غټ وي.

د ښځینه و د بدن هورمونونه هم د ساړو ډېر احساس ور کولی شي. دغه راز ښځې په میاشتنۍ ناروغۍ او د حمل په دوران کې هم د ډېرو ساړو احساس کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند …