کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ظاهر خان: هيله مند يم چې افغانان به د ميلبورن سټارز لوبډلې ملاتړ وکړي + ويډيو
ظاهر خان

ظاهر خان: هيله مند يم چې افغانان به د ميلبورن سټارز لوبډلې ملاتړ وکړي + ويډيو

د افغانستان کم عمره چينامېن توپ اچونکى ظاهر خان پکتين چې د بيګ باش راتلونکو سياليو لپاره د ميلبورن سټارز لوبډلې اخيستى دى، وايي هيله مند دى چې په ميلبورن کې مېشت افغانان به د دوى د لوبډلې ملاتړ وکړي.

نن د ميلبورن سټارز لوبډلې په خپل ټويټر کې ليکلي و، چې افغان ورو توپ اچونکى ظاهر خان دوى د راتلونکي پړاو بيګ باش سياليو لپاره اخيستى دى.

اوس تازه د ميلبورن سټارز لوبډلې د ظاهر خان پکتين يوه کوچنۍ ويډيو خپره کړې ده. ظاهر خان په دې ويډيو کې وايي، چې هغه ډېر لېواله دى چې سږکال د ميلبورن سټارز لوبډلې لپاره ولوبېږي او د ګلين ميکسويل او ډيويډ هسي سره يو ځاى کرکټ وکړي.

نوموړي همدا راز په خپله ويډيو کې له هغه افغانانو څخه هيله کړې ده، چې په ميلبورن کې مېشت دي، چې د هغه لوبډله (ميلبورن سټارز) ملاتړ دې وکړي.


د يادولو وړ ده چې ظاهر خان پکتين پنځم افغان لوبغاړى دى چې په بيګ باش سياليو کې اخيستل کېږي، خوندوره خبره دا ده چې ټول افغان لوبغاړي چې په بيګ باش کې اخيستل شوي دي، ورو توپ اچونکي دي، همدا راز محمد نبي بيا الراونډر دى.

راشد خان د اډلايډ سټرايکرز، محمد نبي او نور احمد د ميلبورن رينيګاډز او مجيب الرحمان د بريسبين هيټ لوبډلو د راتلونکو پړاو سياليو لپاره اخيستي دي.

ظاهر خان پکتين تېر کال بيا د بريسبين هيټ لوبډلې سره لوبېدلى و، چې د يادې لوبډلې لپاره يې ٨ سيالۍ ترسره کړې وې او ٨ ويکټې يې ترلاسه کړې وې، کله چې مجيب الرحمان له يادې لوبډلې سره يو ځاى شو، نو ظاهر خان پکتين بيا بېرته هېواد ته راستون شو.


همدا راز نور احمد لکڼوال به هم د ميلبورن رينيګاډز لپاره د پيل په سياليو کې ولوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى (2)

شاهد اپريدى نن سريلانکا ته لاړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى الراونډر شاهد اپريدى، چې پرون له الوتکې څخه پاتې …