کورپاڼه / جالب / اوس تاسې هم د ډوب شوي ټايټينک ننداره کولاى شئ، خو له مصارفو يې دلته خبر شئ
ټايټينيک ١

اوس تاسې هم د ډوب شوي ټايټينک ننداره کولاى شئ، خو له مصارفو يې دلته خبر شئ

په سمندر کې به تراوسه پورې څومره ډېرې کشتۍ يا سمندري جهازونه ډوب شوي وي، خو کوم شهرت چې د ټايټينک کشتۍ ترلاسه کړ، هغه د کومې بلې کشتۍ په برخه نه شو.

دا کشتۍ چې ليدو ته يې په ميليونونو خلک لېواله دي، اوس دې خلکو ته دا چانس هم برابر شو، چې له نږدې څخه د دې کشتۍ ننداره وکړي.

د ټايمز اف انډيا د راپور په وېنا، د ټايټينک په نوم دا ستره کشتۍ په ١٩١٢ کال کې په اتلانتيک کې د واورې له يو غر سره جنګېدلې او ډوبه شوې وه. وروسته بيا په ١٩٨٥ کال کې د دې کشتۍ پاتې شونې پېدا شوې او اوس يو شرکت دا پلان جوړ کړى دى، چې د سمندر بېخ ته خلک بوځي او د دې کشتۍ ننداره پرې وکړي.

ټايټينيک ٢

په راپور کې ويل شوي دي، هغه خلک چې دې ته لېواله دي چې د ټايټينک د پاتې شونو ننداره له نږدې څخه وکړي، هغوى به د دې لپاره ١٢٥ زره امريکايي ډالر مصارف کوي. د ټايټينک پاتې شونې د سمندر په ١٢٤٧٦ فوټه لاندې دي، چې مخکې دې ته ورتګ تقريباً ناممکنه و، خو اوس د (اوشن ګيټ) په نوم يو شرکت دا ممکنه کړه.

دا شرکت له تاسې څخه ١٢٥ زره امريکايي ډالر اخلي او بيا مو د ټايټينک نندارې ته د سمندر بېخ ته ورولي. دا شرکت اوس دا چاره پيلوي او هر ځل به يوازې ٩ کسان د دې کشتۍ ليدو ته د سمندر بېخ ته بوځي.

ټايټينيک ٣

د يادولو وړ ده چې د ټايټينک کشتۍ باندې په هالي ووډ کې يو انګليسي فلم هم په همدې نوم جوړ شوى و، دا فلم چې په ١٩٩٧ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و، هغه وخت يې په ټوله نړۍ کې د ډېرو پېسو ګټلو ريکارډ جوړ کړى و.

Loading...

دا هم ولولئ

ګرانبيه صابون

د نړۍ تر ټولو ګرانبيه صابون، يو دانه په ٢٨٠٠ ډالر دى

تاسې به د ډېرو ګرانبيه شيانو په اړه اورېدلي وي، خو نن درته د يو …