کورپاڼه / بېلا بېل / د میلونونو کاله پخواني شارک غاښ موندل شوى
د شارک غاښ

د میلونونو کاله پخواني شارک غاښ موندل شوى

د امریکا د متحده ایالاتو یوې اوسېدونکې دعوه کړې، چې د یو پخواني او غټ شارک غاښ یې موندلی دی. نوموړې مېرمن میګالوډون نومېږي او د امریکا په جنوبي ایالت کیلورینیا کې استوګنه ده.

لرغون پوهان وایي، چې میګالوډون شپږ دیرش میلونه کاله مخکیني زوړ غاښ موندلی، چې د شارک په کورنۍ پورې اړه لري، چې اوس یې دا نسل له منځته تللی دی. دوی زیاتوي، چې په پخوانیو وختونو کې حیواناتو غټ غټ غاښونه درلودل. بله خوا میګالوډون وایي، چې دا غاښ د سپین رنګه شارک دی، چې اوس یې نسل نشته.

د شارک غاښ ١

د راپورونو پر وینا ویل کېږي، کله چې میګالوډون د خپل خاوند سره د ښکاره لپاره ټاپو ته لاړه، هلته یې یو غاښ ولېده، چې بیا یې را پورته کړی او له ځان سره یې کور ته یوړو.

میګالوډون وایي، چې دا غاښ د کوپرې هومره غټوالی لري او که چېرته ووایم چې د کوپرې دانه پکې په برابره توګه ځایېدلی شي، نو غلطه به نه وي. نوموړې زیاتوي، چې د غټوالی سره یې وزن هم ډېر دی او خړ تیاره رنګ لري.

د شارک غاښ ٣

میګالوډون په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې هم ترې عکسونه پورته کړي او ورسره یې لیکلي چې د آبي حیواناتو څېړونکو هم تایید کړې ده، چې دا د شارک غاښ دی.

بله خوا د مصر په جنوبي سیمه الفیوم کې د عباسي دور دینار او نور سکې موندل شوي.

د العربیه نیټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې مصري او روسي لرغون پوهان د مصر په الفیوم سیمه کې پر کېندنو بوخت و، چې کڅوړه یې موندله، دوی زیاتوي چې کڅوړه په خاورو کې ښخه وه او ډېرې عجیبه نښې پرې وې، خو کله یې چې کڅوړه پرانیسته اته ویشت دینار او پنځه وړې سکې یې وموندلې.

د شارک غاښ ٢

د پخوانیو آثارو د اسلامي، قطبي او یهودي څانګې مشر ډاکتر اسماء طلعت وایي، چې په دې دینارو کې یې شپاړس د عباسي خلیفه مقتدر بالله د دور یعنې (۹۰۸ ز څخه تر ۹۳۲ ز) او پنځه د سرو سکې هم شاملې. لس دینار د خلیفه الراضي بالله د دور (۹۳۴ ز څخه تر ۹۴۰ ز) او دوه دیناره د خلیفه معتصم بالله د دور (۸۳۳ ز څخه تر ۸۴۲ ز) د وختونو دي.

Loading...

دا هم ولولئ

انګور

د چرګې له هګۍ هم غټ انګور ٣٠٠ ډالر بيه لري

پورته عکس فوټوشاپ شوى نه دى، بلکې دا د جاپاني انګورو يو ډېر ځانګړى او …