کورپاڼه / خبرونه / پاکستان د انګلستان لوبډله سفر ته راضي کړه، خو افغانستان د خېر په غونډۍ ناست دى
انګلستان او پاکستان

پاکستان د انګلستان لوبډله سفر ته راضي کړه، خو افغانستان د خېر په غونډۍ ناست دى

د انګلستان کرکټ بورډ پاکستان ته د خپلې لوبډلې لېږلو اعلان کړى دى، چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي کال د اکتوبر په مياشت کې ١٦ کاله وروسته پاکستان ته سفر وکړي.

خو بل لوري ته افغانستان له تېر شاوخوا يو کال راهيسې هېڅ نړيوالې لوبې نه لري او لوبغاړي په کورونو کې ناست دي، يوازې له ايرلېنډ سره په راتلونکي کال کې هغه سيالۍ چې د اى سي سي له لوري ټاکل شوي دي، افغانستان او ايرلېنډ به يې په جنورۍ مياشت کې ترسره کړي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د انګلستان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان ملي لوبډلې سره په کراچۍ کې دوه نړيوالې شل اوريزې لوبې د اکتوبر په ١٤ او ١٥ نېټه ترسره کړي.

له دغه سياليو ترسره کولو وروسته به د انګلستان او پاکستان لوبډلې په ګډه د اکتوبر په ١٦مه نېټه هند ته لاړې شي او هلته به په نړيوال شل اوريز جام کې ګډون وکړي.

انګلستان له دې مخکې په ٢٠٠٥ کال کې پاکستان ته سفر کړى و.

پاکستان څو مياشتې مخکې انګلستان ته سفر کړى و او هلته يې يو شمېر لوبې ترسره کړې وې، چې له هغه وروسته پاکستان له انګلستان څخه غوښتنه وکړه، چې د څو لوبو لپاره دې پاکستان ته ورشي.

پرته له دې چې د نړيوالو لوبډلو لپاره اى سي سي کومې لوبې يا لوبلړۍ ټاکلي دي، ټول هېوادونه له نورو هېوادونو سره د کورونا په دې حالاتو کې هم سيالۍ برابروي او سيالۍ يې ترمنځ ترسره کېږي.

خو د افغانستان کرکټ ملي لوبډله بيا شاوخوا له يو کال راهيسې په کور ناسته ده او هېڅ لوبې نشته. د کرکټ بورډ هم يوازې هغه سياليو ته سترګې دي، چې کوم د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) له لوري ټاکل شوي دي او افغانستان به يې د راتلونکي نړيوال جام په موخه له نورو هېوادونو سره ترسره کوي.

سږکال افغانستان له اسټراليا سره يوه ټېسټ لوبه هم درلوده، خو اسټراليا هغه لوبه وځنډوله.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان (4)

د نړيوال جام خيانت؛ ولس تراوسه هم راشد خان ته غصه دى؟

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه مهمه پېښه …