کورپاڼه / اسلام / د کوريا پخواني سندرغاړي او يوټيوبر له مسلمانېدو وروسته خپله مېرمن هم مسلمانه کړه
داود کيم

د کوريا پخواني سندرغاړي او يوټيوبر له مسلمانېدو وروسته خپله مېرمن هم مسلمانه کړه

د جنوبي کوريا پخوانى سندرغاړى او يوټيوبر چې يو کال مخکې يې عيسايي دين پرېښود او مسلمان شو، اوس يې خپله مېرمن هم مسلمانه کړه.

د جنوبي کوريا پخواني سندرغاړي او د يوټيوب مشهور ستوري جى کيم دوه کاله مخکې اعلان کړى و، چې د اسلام مطالعه يې پيل کړې ده، هغه همدا راز د مسلمانانو سره اختر هم لمانځلى او په اسلام کې د موسيقۍ د حراموالي په اړه يې هم يوه ويډيو جوړه کړې وه.

له هغه وروسته، يو کال مخکې جى کيم يوه ويډيو خپره کړې وه، چې هغه پکې د جنوبي کوريا پلازمېنه سيئول کې يو جومات ته تللى وي او هلته د شهادت کلمه وايي او مسلمانېږي، له مسلمانېدو وروسته هغه خپل نوم د جى کيم څخه بدل کړ او داود کيم يې کړ.

همدا راز نوموړي بيا يوه بله ويډيو خپره کړې وه، چې په هغې کې نوموړى هڅه کوي چې خپله مور اسلام ته مايله کړي او د اسلام په اړه يې ورته معلومات ورکول.

اوس داود کيم يوه بله ويډيو خپره کړې ده، چې پکې د هغه ښځه مسلمانه شوې ده.

په يوټيوب کې خپره شوې دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې داود کيم خپلې مېرمنې ته د شهادت کلمه وايي او په اسلام کې د ژوند په اړه ورته معلومات ورکوي.

داود کيم خپلې مېرمنې ته دا هم وايي، چې د اسلام قبلولو وروسته د دوى پخواني ګناهونه داسې معاف شوي دي، لکه د يو نوي زېږېدلي ماشوم.

هغه خپلې مېرمنې ته وايي چې د اسلام پنځه ارکان دي، چې د ايمان راوړلو وروسته به په دې باندې عمل کول وي.

داود کيم په دې ويډيو کې دا هم وايي، چې هغه خپلې مېرمنې ته د اسلام په اړه دعوت ورکړى و، چې هغې قبول کړ او مسلمانه شوه. هغه دا هم وايي، چې اوس به دوى يو ځل بيا په اسلامي طريقه نکاح وکړي.

په دې ويډيو کې هغه خپلې ښځې ته دا هم وايي، چې موږ نوي مسلمانان شوي يو، نو په اسلامي اصولو تګ کې به څه کمى بېشى راځي، خو وروسته به موږ په دې کې تکړه شو او پوره عمل به پرې وکړو.

داود کيم په دې ويډيو کې دا هم وايي، چې په اخرت کې هغه يوازې جنت ته تګ نه غوښتل، ځکه خپله مېرمن مياکو هم جنت ته له ځان سره بوتلل غواړي، نو د دې لپاره د هغې اسلام قبلول ضروري و.

Loading...

دا هم ولولئ

نارينه او ښځې

ولې د نارینه او ښځینه په تګ کې توپیر وي؟

تاسې به په دې پوهېږئ، چې نارینه او ښځینه په تګ او چال کې یو …