کورپاڼه / خبرونه / “راشد کے دو آګے راشد، راشد کے دو پيچهے راشد، بولو کتنے راشد؟”
راشد خان (3)

“راشد کے دو آګے راشد، راشد کے دو پيچهے راشد، بولو کتنے راشد؟”

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان اوسمهال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې دى، چې هره ورځ خپل تازه عکسونه خپروي.

د اى پي ايل سياليو له پاى ته رسېدو وروسته راشد خان افغانستان ته راستون نه شو او هماغلته په دوبۍ کې پاتې شو، نوموړى اوس وزګار دى او له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر فعاله دى.

نوموړى په انسټاګرام، ټويټر او ټک ټاک کې هره ورځ تازه عکسونه او ويډيوګانې خپروي، چې د هغه مينه وال هم زړه د خلاصه لايکونه ورکوي.

راشد خان يوه تازه سيلفي په ټويټر کې خپره کړې ده، چې د شيشې مخې ته ولاړ دى او شاته يې هم شيشې دي، چې په ټولو شيشو کې ښکاره کېږي.

داسې ښکاري چې هغه په کومه سلمانۍ کې دى او تازه يې ويښتان جوړ کړي دي.


راشد خان له دې عکس سره ليکلي دي: ((راشد کے دو آګے راشد، راشد کے دو پيچهے راشد، بولو کتنے راشد؟.)) په اردو ژبې کې د راشد خان د دې ليکلو مطلب دا دى، چې د راشد خان مخکې هم دوه راشد خان دي، د راشد خان شاته هم دوه راشد خان دي، اوس ووايئ چې ټول څو راشد خان دي.

د راشد خان دا عکس چې څو دقيقې وړاندې يې په ټويټر کې خپور کړى دى، په څو دقيقو کې له دوه زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى.

د يادولو وړ ده چې راشد خان په بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي او له متحده عربي اماراتو څخه به نېغ هلته لاړ شي. خو بل لوري ته د افغانستان او ايرلېنډ يو ورځنۍ سيالۍ هم د جنورۍ په مياشت کې اعلان شوي دي، چې کرکټ بورډ وايي، په بيګ باش کې لوبېدونکي ټول لوبغاړي به يادو سياليو ته راستانه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډين جونز، هند او اسټراليا

د هند او اسټراليا لوبغاړي به د ډين جونز په ياد په لوبه کې په مټو تورې پټۍ وتړي

د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړي به د لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې …