کورپاڼه / روغتيا / د ویښتانو د تويېدو لپاره څو ګټورې لارښوونې
ويښتان

د ویښتانو د تويېدو لپاره څو ګټورې لارښوونې

ويښتان نه يوازې دا چې د ښځو ښکلا ده، بلکې د نارينه و لپاره هم ښکلا ده او هغه خلک چې ويښتان يې نه وي، د ويښتانو راوستلو لپاره له ډېرو لارو چارو څخه کار اخلي، خو غوره خبره دا ده چې د ويښتانو د تويېدو مخه ونيول شي.

د ویښتانو تويېدل د ښځې او نارینه دواړه لپاره د پرېشانۍ سبب ګرځي او دوی هر وخت د خپلو ویښتانو په اړه فکر کوي، خو ځینې داسې لارښوونې هم شتون لري، چې عملي کول یې کولی شي چې له یادې ستونزې مو وژغوري.

د برابرو او ښو خواړو استعمال:

تاسې که هر څه خورئ، اغېز یې ستاسو پر ویښتانو پرېوزي، نو که چېرته ښه او په برابره توګه خواړه ونه خورئ، ویښتان مو توئېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي، هڅه وکړئ چې داسې خواړه وخورئ، چې ټول اړین توکي پکې شامل وي او له ویټامین سي څخه ډک وي.

د ذهني فشار زیان لرونکي اغېزې:

نن سبا هیڅوک له ذهني فشاره په امان نه وي خو ذهني فشار ویښتانو ته تاواني دی او په سبب یې ویښتان کمزوري کېږي او تويېږي، چې د ستونزې د حل لپاره باید ذهني فشار کم کړای شي.

روغتیايي کارپوهان وایي، چې ذهني فشار د ملګرو سره په ناسته پاسته، ورزش او نورو طریقو سره کمېدلی شي. یو ښه مصروفیت پیدا کول، ملګرو، انډیوالانو سره وخت تېری، د ښه کتاب مطالعه، ارامه موسیقي هم ذهني فشار کمولی شي.

د ویښتانو ځانګړې ساتنه وکړئ:

د ویښتانو ساتل یوه مهمه مسئله ده، نو یوه ښه شامپو او Conditioner ضرور استعمال کړئ. خو زر زر یې مه بدلوئ. په ویښتانو ښه تیل ووهئ او په همدې ډول ویښتان له توئېدو وژغورئ.

ویښتان مو پټ کړئ:

هغه ښځې او نارینه چې په ګرمۍ یا په ګرد و غبار کې له کوره بهر وځي، نو اړینه ده چې خپل ویښتان پټ کړي. خاورې، ګردونه او د چاپیریال ککړتیا هم کولی شي چې ویښتان خراب کړي، نو مهمه ده چې ویښتان په سمه توګه سره پټ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

خرما

د حضرت محمد (ص) د خوښې مېوه یا خرما داسې وخورئ

د حضرت محمد ص د خوښې مېوه یا د خرما د یوې دانې په خوړلو …