کورپاڼه / خبرونه / د تنکي کرکټر ژوند بدل شو
محمد اېمل

د تنکي کرکټر ژوند بدل شو

د امريکا غږ راډيو څو ورځې وړاندې د افغانستان يو تنکي کرکټر باندې ويډيويي راپور خپور کړى و، چې نيمه ورځ يې ايسکريم خرڅول او نيمه ورځ به يې کرکټ کاوه، خو اوس د دغه تنکي کرکټ ژوند بدل شو.

دغه تنکي ځوان محمد اېمل نومېږي چې په کابل کې ژوند کوي. د امريکا غږ د راپور په وېنا، نوموړي په کابل ښار کې ايسکريم خرڅول او بيا به يې کرکټ کاوه.

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې محمد اېمل د ايسکريم کراچۍ چلوي او په سرکونو او لارو کې ايسکريم خرڅوي. هغه د اقتصادي ستونزو له امله دې ته اړ شوى و، چې نيمه وررځ ايسکريم خرڅ کړي او پاتې نيمه ورځ بيا کرکټ وکړي.

محمد اېمل وايي، چې پلار يې په ښاروالۍ کې دنده درلوده او معاش يې دومره نه و چې د هغه او کورنۍ لپاره بسنه وکړي. هغه وايي يو ملګري ورته مشوره ورکړه، چې ايسکريم ښه کار دى او د ايسکريم خرڅول پيل کړ. هغه وايي دوه کاله يې ايسکريم خرڅ کړل او بيا يې په اکاډمۍ کې کرکټ پيل کړ.

د کرکټ روزونکى کشمير خان مومند وايي، چې محمد اېمل ډېر با استعداده هلک دى، له سهاره ايسکريم خرڅوي او وروسته بيا اکاډمۍ ته راځي او هڅه کوي چې ښه لوبغاړى شي.

محمد اېمل همدا راز وايي، چې يوه ورځ به زه خلکو ته وښايم چې زه هم يو څه کولاى شم. غواړم چې يو ښه کرکټر شم.

د امريکا غږ لپاره دا راپور سيد زيارمل هاشمي جوړ کړى و. سيد زيارمل هاشمي چې د امريکا غږ خبريال دى، تازه په يو ټويټ کې ويلي دي، چې د امريکا غږ له راپور وروسته د محمد اېمل ژوند بدل شو.

هغه ليکي: ((ایمل د کرکټ کولو تر څنګ ایسکریم خرڅوه، امریکا غږ پرې رپوټ وکړ، د ایمل ژوند بدل شو. یو شمېر وطنوالو له بهره ورسره مرستې وکړې. ایمل اوس د کرکټ ښه وسایل لري، یوازې کرکټ کوي او درس وایي.))

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان (4)

د نړيوال جام خيانت؛ ولس تراوسه هم راشد خان ته غصه دى؟

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه مهمه پېښه …