کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / داسې روباټ چې ماشومانو ته انځورګري ورزده کوي
ډرابو

داسې روباټ چې ماشومانو ته انځورګري ورزده کوي

په ټوله نړۍ کې ماشومان د ټېبليټ او ځيرک موبايلونو شوقيان شوي دي، چې اوس يې مور و پلار او ښوونکي هم ډېر پرېشانه دي. خو اوس يو داسې روباټ جوړ شوى دى، چې د قلم په مرسته انځورونه جوړوي او ماشومانو ته انځورګري ورزده کوي.

د انځورګرۍ زده کړه په اسانۍ ورکوونکي دې روباټ ته د (ډرابو) نوم ورکړل شوى دى. د ډرابو کارول ډېر اسانه دي.

له هر څه مخکې به مور و پلار سپينه تخته، د انځورګرۍ کينوس يا د ليکلو لپاره يو شى په دېوال راوځړوي، بيا دې روباټ ته قلم يا پينسل ورکول کېږي، له هغه وروسته دا روباټ په اسانۍ سره انځورګري پيلوي. دا روباټ هر طرف ته په اسانۍ سره حرکت کوي.

په دې روباټ کې د اپليکېشن په مرسته هر ډول خاکه يا انځور اچولى شئ، همدا راز د ډرابو په اپليکېشن کې بېلا بېل انځورونه شته دي، چې هر يو پکې خلک انتخابولى شي.

دا روباټ په يو وخت کې يوه کرښه داسې جوړوي، چې د هغې نقل کول ډېر اسانه وي، ماشومان دې ته ګوري او له روباټ څخه ډېر په اسانۍ په نقل سره کولاى شي چې هماغه انځورونه بيا په خپله هم جوړ کړي.

کله چې روباټ يوه کرښه جوړه کړي، نو بيا دمه کوي تر څو انسان هم د هغې نقل وکړي. په دې وخت کې والدين هم د ماشومانو سره مرسته کولاى شي او په خپله د دې روباټ اپليکېشن هم له ماشومانو سره مرسته کوي.

که چېرته ماشوم د روباټ څخه د نقل په کولو کې سست وي، نو کولاى شئ چې د دې وخت هم زيات کړئ. همدا راز په خپله روباټ ته دا حکم هم ورکولاى شئ چې اوس د انځور جوړول پيل کړي، اوس يې بند کړي، يعنې له غږ سره هم کار کوي.

د دې روباټ جوړونکي داسې انجنيران دي، چې له دې مخکې يې د ياهو، مايکروسافټ او نورو سترو ادارو سره کار کړى دى. د دې روباټ بيه اوسمهال ١٤٩ ډالر ده، چې ٥١ ډالر تخفيف ورکوي او وروسته به بيا د دې روباټ بيه ٢٠٠ ډالر شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د چين خلايي ماشين

چین د خاورو او تېږو د نمونو راوړلو لپاره سپوږمۍ ته خپل روبوټیک انجن واستوو

له سپوږمۍ څخه د خاورې او تېږو د نمونې په راټولولو او ځمکې ته یې …